مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خواشینۍ پیغام

 


په ډیره ژوره خواشینۍ مې خبرترلاسه کړچې زموږدهیواد دپیاوړي،نامتوفرهنګي،ټولنیزاوتاریخي شخصیت ،سترشاعراوادب پوه اکادمسین سلیمان لایق درنه،پتمنه اوقدرمنه میرمن پرون دجرمني په هیواد کې دورپیښي ناروغۍ له کبله وفات شوه.

قالوانا لله وانآلیه راجعون

زه د دغه درنې غمجنې پیښې له کبله ویاړلي اوګران مشرسلیمان لایق اود ده خواخوږوزامنوغرزی لایق،زمرک لایق اودپتمنې کورنۍ ټولو غړو ته د ډاډینې اوژورتسلیت مراتب وړاندې کوم اوپه دغه غم کې خپل ځان آوکورنۍ شریکه بولم.خدای بښلي بي بي حاجې لایق یوه وطنپاله،مهربانه اوپه ټولوافغانانوزوریدونکي خواخوږي موروه چې دناروغی په بستر کې یې هم د خپلوویرجنواوغم ځپلوهیوادوالودسوکالی اوهوسایې په هیله دالله سپیڅلي دربارته لاسونه لپه و.هغه دلایق دمبارزاوستونزمن ژوند په ټولوپړاوونوکې دهغه ترڅنګه لکه غرهوډمنه اومصممه ولاړه وه اولایق ته یوه پیاوړي تکیه وه.اروایې تل ښاده اوځای یې جنت المکان غواړم.

دجنازې اوفاتحې دمراسمواعلان به وروسته درسنیو له لارې خپورشي.

په درنښت.بسم الله اکبري هالینډ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery