مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راسئ پرې نږدو چي سوله یو بې مُسما اسم سي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

 
یادوونه : لکه څنګه چي لوستونکي د رسنیو د لاري خبر  دي ، د همدی روان ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتي پر  ۱۵ نیټه د جرمني هیواد د کولن په ښار کي د یو شمیر خواخوږو هیوادوالو لخوا  د « سولي او امن » په موخه یو کنفرانس را بلل شوی وو  چي ماته هم د ګډون بلنه را کړل شوی وه . له بده مرغه  ما د خپل یوه ګران دوست د متوفی میرمني په جنازی کي د ګډون له امله هلته کنفرانس ته ځان و نه رساوه او یوازی می د دغي خپلي لیکلی بیانیې په ورلیږلو  بسنه وکړه . له همدی کبله ، دادی نوموړې بیانیه می پدغه سایټ کي د نشرولو د لاری تر تاسو  درنو لوستونکو پوری رسوم :
د لوی او بخښونکي خدای پنامه
                         د نننۍ پرتمیني غونډي درنو ګډونوالو  ، ګرانو هیوادوالو  ، آغلو او ښاغلو  !
         ډیر خوښ یم چی یوار بیا دا فرصت مومم څو د هیواد پر زخمونو  باندي د ملهم ایښودلو په موخه د یو شمیر منلو او وتلو څیرو آندونه واورم او ددغي لاری خپل دردونه د وطنوالو سره شریک کړم .
        ښکاره خبره ده چی د ملهم څخه موخه د هغه جنګ د طاعوني سرطان  په وړاندی د اکسیرو  درملو  موندل  دي چی نژدي دري نیمی لسیزي یې د هیواد هډ او پوست ور خوړین کړی او د میتاستاز تر کچي رسیدلی دی . زه سوله ښئیم ، زه  امن او  ټیکاو  یادوم . هغه سوله چي اوس خدای مکړه په یوه بې مسما اسم باندی اوښتې ده .
       زموږ او ستاسی دغه نننی غونډه هغه څه نه دی چي د لومړي ځل لپاره یې د لاری د سولي او امن په اړه خبره را پورته کیږی ، پر دردونو   یې اوښکي توئیږي ، نه یوازی د اکسیرو ملهمو بلکه ان د واکسین پخاطر   یی هم وړاندیزونه کیږی .
        د سولی د دایمي تر لاسه کولو پخاطر  تر اوسه پوري د هیواد په دننه کي د دولتي چارواکو  ،د  (  سولې عالي شورا ) ، ټولنو او بیلابیلو بنسټونو لخوا پرله پسې هلي ځلي تر سره سویدي . همدارنګه د هیواد نه بهر د میشتو افغانانو او نړیوالو په مټ یو لړ کارونه سرته رسیدلي دی . لدې نه پرته په کور دننه او د باندي کی د افغان چارواکو او نړیوالو ګډي هلي ځلي هم د یادولو وړ دی .
      ددې ټولو منډو را منډو سره سره نو دا پوښتنه په حق سره  دا پوښتنه را پورته کیږي  چی د افغانانو پر غمځپلې خاوره نو بیا ولي د سولي عنقا سیوری نه غوړوي . دا په ډیره بې انصافي وی که څوک ووایي  چي کرزي د زړه  له کومي سوله نه غوښته او  یوازی غولونکي غورځي پورځي یې وهلې ، او یا داچي اشرف غني د سولي دښمن دی . ددې څخه هم سترګي نه سو پټولای چی ددغو دواړو  کسانو  پر شاوخوا داسي زوروري کړۍ را چاپیره وی او   دي چي سوله یې په ګټه نده ځکه نو اوبه خړوي او  کبان نیسي  .
       لکه ځنګه چي تپل سوی جنګ زموږ په هیواد  کی خپلي ریښې او سرچینې لري ، همدارنګه سولي ته نه لاسرسۍ هم خپل علتونه لري . اوسنۍ جنګي غمیزه د یو لړ علتونو معلول ده . زما په آند تر اوسه پوري چي لوړو یاد شوو   هلوځلو اړینه پایله نده درلودلی ، ښایي دلیل  به  یې دا وي چي نوموړي هلي ځلي یوازی د معلول پر شاوخوا را ګرځي  ، علت څنګ  ته پاته او  آن داچی کله ناکله بیخي له یاده وتلی وي .
       پدې کي هیڅ شک نسته چي غمیزه د ۱۳۵۸ کال د مرغومي له شپږمي نیټې څخه د کرملین د لنډه غرو سیاسي مشرانو په ناروا پریکړه را پیل سوه . دا کار د امریکا او لویدیزوالو د پاره ښه بهانه و ګرځيده څو په کرملین کي د واکمني ایډیالوژئ د ټکولو پخاطر په هر مشروع او نامشروع عمل لاس پوری کړي . ددې ایډیالوژئ د ځپلو په موخه ( بنسټ پالنه ) تر ټولو اکسیره او اسانه لاره وه چي د « سي اي یې » په مشوره او مالي لګښت د « اي ایس اي » په کړغیړنو لاسونو سره په بریالي توګه تر سره سوه .
       که غمیزه کرملین پیل کړه خو اوسنی دوام یې د سیمي او نړۍ د څاګرو کړیو  په لاس مخته ځي . پدې توګه لکه څنګه چي هره پیښه او پدیده ځانته خارجي او داخلي اړخونه لری ، همدارنګه د سولي تر ناوکۍ پوري  هم باید ددغو دوو  اړخونو په منځ کي  لاره ولټوله سي او  پر  ستونزي  باندی د لاسبرۍ په موخه اړین توکی په ګوته سی . په کور دننه اړخ کی  ددغه ډول لاسبریو  پخاطر  کیدلای سي د اړینو توکو  په ډول  ـــ  دولتي اداره ، ملي بنسټونه ، قومي مشران او نوري بیلابیلي اغیزلرونکي کړۍ یادي کړو  چي د پام  وړ  رول لري . په بهرني اړخ کي ګاونډي هیوادونه ، د سیمي هیوادونه او د سېمي څخه د باندي اغیزلرونکي هیوادونه لکه امریکا ، اروپایي اتحادیه او انډیوالان یې پدې پروسه کي د ډیر اغیز درلودونکي دي .
         ښکاره  او تر لمر سپینه خبره ده چي پدې پروسه کي د یوه اړخ رول هم له پامه غورځولای نه سو  . که څه  هم د شرایطو  په نظر کی نیولو سره کله د یوه اړخ رول او کله د بل اړخ دا زیات وی خو په ټولیز ډول د منظق او ډیالکټیک حکم دادی چی داخلي تضادونه د هری پدیدې په طبعي پرمختګ کي پریکنده رول لوبوي  او دا هغه څه چی باید پدغه پروسه کي هم ورته په ټینګه پام واړول سي .
       دا خو هغه څو کرښي وې چي د تړاو له مخي یې په عمومي ډول یادوونه اړینه ښکاریده  .
        راسئ  پدی اړه ددغي  نننۍ   غونډی پر رول باندي و ږغیږو  : زه باور لرم چي و  دغي غونډي ته را غلي درانه ګډونوال نه یوازی په علمي ـــ سیاسي لحاظ د نظر خاوندان دی بلکه ډیرۍ یې د موضوع په هکله د  زبردستو  پوهانو په توګه  د هغې پر خارجي او داخلي اړخ  باندی د اړین اغیز درلودونکي کسان هم دي . ښایي یو شمیر ددغو  کسانو له ډلي نه په خپلو میشتو هیوادونو کي د بیلابیلو  دموکراتیکو  ګوندونو  او اغیزناکه کړیو سره دوستانه تړاونه   او  ان  غړیتوب ولري  .  په اکثرو  لویدیزو  هیوادونو کی دغه ډول ګوندونه یا پخپله واکمن دي او یا هم د نوموړی هیواد پر خارجي سیاست باندي د پام وړ اغیز لري  . پدي توګه دغه محترم ګډونوال  کولاي سی هغوی ته د افغاني ټولني د موجودو  واقعیتونو  په باره کي پوره مالومات او   ښې مشورې ورکړي  څو په خپل  خارجي سیاست کي یې په پام کي  ونیسي . دا  خو  ټول یوازي هغه څه دي د غمیزي پر خارجي اړخ باندي ستاسي درنو  پوهانو  اغیز  په ګوته کوي  ، مګر  پر خارجي اړخ باندي  ګاونډي  هیوادونه  لکه  ایران او  له ټولو  څخه زیات پاکستان خپل  اغیز لري . ستاسي درنو  پوهانو د رول او اغیز څخه د موضوع په داخلي اړخ باندي هم سترګي پټیدلاي نه سي . داځکه ډیرۍ له تاسو څخه د هغو سیمو  د اولسونو  او  د هغوی له قومي مشرانو سره تړاو  لری چي همدا  اوس اوس د جنګ په لمبو کي کړیږي .
       باید ووایم چی د هیواد ټول میشت قومونه د رواني غمیزي څخه په یوه یا بل ډول زیانمن سوي دي ، خو  د ځمکي هغه ځاي ډیر سوزی چي اور  پرې بل وي . ځکه نو که موږ  ډیري اوښکي د پښتنو  پر حال تویې  کړو ، دا به په هیڅ ډول ددې مانا  نه ورنکړي چي ګویا  نور   وړونه قومونه مو  خداي مکړه هیر دی او یا هغوي پدغه غم کي شریک نه ګڼو .
       په هیواد کي د مخالفو  وسله والو  په وړاندي د داعشی جنګیالیو  د خوزښتونو ګنګوسې ، په پاکستان کي د پېښو  وروستی پرمختګ  او د افغانستان په هکله یې د ستراتیژیک عمق په اړه د بدلون نښي نښانې ، د افغانستان په جیوپولیتیک موقعیت کي د جیو ایکونومیک  او  ترانزیټي پدیدو  را برجسته کیدل ،  د سېمي او لودیز  تر منځ په اقتصادي او  نظامي معادله کي د انډول نسبي بدلون ، د سولي په پروسه کي د چین شکیلتیا ، او همدارنګه په نړۍ کي د پېښو ننني پرمختګونه دا ټول هغه څه دي چي زما په آند د سولي ریښو ته اوبه ورکولای سي  . له همدې کبله اوسني حالات ماته له بل هر وخت نه زیات د سولي او امن په ګټه بریښي .
       زه د غمیزي په دومره اوږدو غځیدو کي د پښتني قومونو  یوه بله مورنۍ ستونزه تر ټولو مهمه او د ځانګړي پام وړ بولم  . داهغه ستونزه ده لکه وتلی پښتون شاعر  ، درویش دُرانی چي وایي :
د لمر وجود زغملای نه سی ، د لمر نور  نه مني
جانان مي خُوی د پښتنو  لري ، تربور  نه  مني
       ددغه بنسټیز  ټکي په پام کي نیولو سره زه پدې اند یم چي د موضوع په کور دننه اړخ کي باید تر هر څه دمخه پر دی خبری باندي غور  وسي  چي څنګه کولای سو  دجانان د فکره څخه دغه ( پښتني ناولی خُوی ) لیري کړو  ، څنګه کولای سو  پښتانه  و  دې ته را وهڅوو  چي د جهالت له تورتمه و  را وتلو   ته غاړه کښیږدي او د لمر په  رڼا کي تربره ته په خلاصو  سترګو  و ګوري . البته دا یو ساده او اسانه کار ندی خو حلول یې د پرتو  ستونزو څخه د خلاصون تر ټولو  غوره او  اغیزمنه لاره بولم . طبعي خبره ده چي دا کار په امر او نهي  باندی نه کیږی خو  د هر لوړ  غره پر  سر  باندي هم لاره سته . د پښتانه دغه ناوړه خوی د ډیرو ستونزو  مور  او  داسی یوه بلاربه بلا ده چي ساعت په ساعت بچیان زیږوي او  د غم پر اور غوړي تویوي  . زه دغه ستونزه د بحث او غور  د پاره د منځ ټکی ګڼم  او وړاندیز کوم خپلي خبري پر  یوه داسي محور  باندي راټولي کړو چي د څه ډول جوړښت د لاري کولای سو  دغي ستونزي ته د حل کِلي  و مومو  څو پر  بنسټ  یې  سولي او امن ته لاره پرانیزو  .
       که چیری په غونډه کی د ازاد بحث له پاره وخت پاته سو  ، انشاالله زه به پدي اړه نوري څرګندوني هم ولرم .
        د اوس د پاره په همدومره بسنه کوم .   و من الله توفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery