دخپریدو نیټه : 2015-02-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
برېښنا شرکت: د درېيو ورځو پورې به پرې شوى مزى ونښلوي
احمد فیصل
د برېښنا شرکت وايي، چې تر راتلونکو درېيو ورځو پورې به کابل ته د غځول شوې برېښنا يو پرې شوى مزى ونښلوي، خو د دغو ټولو مزو ترميم شاوخوا يوه مياشت وخت ونيسي. کابل ته برېښنا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه رالېږدول شوې او درې ورځې وړاندې د بغلان ولايت په شمالي سالنګ سيمه کې د سختې واورې او توپانونه له امله پرې شوې ده.