دخپریدو نیټه : 2015-02-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني به د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي
احمد فیصل
د امریکا د کانګرس مشر ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې کانګرېس ګډې غونډې ته وینا وکړي. جان بوهنر ویلي دا وینا به نوي افغان ولسمشر ته فرصت برابر کړي چې د افغانستان او امریکا د اړیکو او د دې اړیکو راتلونکي په اړه خبرې وکړي. غني به د مارچ په ۲۵ نېټه کانګرېس ته وینا وکړي.