دخپریدو نیټه : 2015-02-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نیکولای هیسم له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي
احمد فیصل
د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای هیسم له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي. نوموړي پرون په پاکستان کې د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره ویلي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې هیسم د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره د پاکستان د ملاتړ هرکلی کړی دی. هیسم دغه راز له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړې دي.