مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره ! ما ولي د افغانستان بانک خزانه و تښتول ؟؟؟

د لیکوال نوم او پته د بېنوا سره خوندي ده

څرنگه چه د کندهار دافغانستان بانک د امر  له طریقه ویل شویدی چه د سپین بولدک دڅانګی خزانه لوټ شول نو داخبر د محترم عظیمی صاحب په نظر پر ځای ده خو متاسفانه چه ده یو ځل داویلی وای چه داکار ولی ترسره شو؟؟
ده صرف دونده ویلی دی چه دبانک مدیر یو بااعتباره شخص و نوقسم په خدای چه هم هغه سی بااعتباره شخص هم دی ځکه چه ددولت اوملت دخزانی څخه تر اوسه یوه افغانی نه هم مصرف شویده اونه هم په نورواسعارو تبادیله شویده نه تر اوسه دهغی څخه دیوی افغانی په اندازه په مصرف رسیدلی ده !!

بیاهم په خپل خدای سوگند قسم خورم چه نه به بیځایه شی اونه به هم مصرف شی اودوباره به دافغانسان ودولت ته تر لاندی څوټکووروسته ورتسلیم کړای شی .
1 - لکه څرنگه چه مدیر ستاسی سره به زون کښی خدمت کړیدی  نو تاسي باید په دې اعتراف وکړي چي څرنګه خدمت ئې کړي ؟؟ ایاپه هغه دوره کښی ئی رشوت اویاخیانت تر سره کړی کنه؟؟

2 - کله چه دی وزون ته راغلی نو دزون امریت ئی وعصری سیستم ته تبدیل کړی کنه اودزون په امریت کښی ئی مثبت تغیر راوستی کنه ؟؟ ایا دغه لاسته راوړني د چا وې ؟  .
3 - کله چه ستاسی په لاسلیک باندی دی دبولدک وڅانگی ته تبدیل شوه نو هغه څانگه ئی دصفر څخه وکوم حالت ته بوتلل ؟؟ .

4 - هغه کسان دي له دندو لیري سي چي هیوادوال زوروي او رشوتونه ترې اخلي . 

5 - کله چه داڅانگی ته دی تللی دی څونده سختی ئی تیرکړی درته ئی په لاندی ټکوبیانه وم .
اول دیوه غله خزاندار سره مخامخ شوه چي دمقام یو لوړپوړي چارواکي خپل و او هغه ئې ننګه کول   اوډیروتکلیفوڅخه وروسته دمحترم مرکزی بانک دناظرکل دشعبی یوباصلاحیت هیت لکه محترم حاجی صاحب نجیب او محترم حاجی اسماعیل اومحترم سید محمد اوهم یوبل فلاوی په ملتیا وه همدی څانگی ته راغلله اودبرسی داسی چاری ئی شروع کړی چه دهر څه شواهد او مشتریانوته ئی قسم هم ورکړی داچه دایوداسی یوباایمانه اووطن فرسته هیئت وه چه حتی دډیرو سختوتحقیقاتو څخه مو دژوند څخه بیزاره شوه اوبیاموهم دی تر خپل ځان تیروبلل ځکه چه دی حقیقت وړاندی کول اودحق پیروان ول .
نوددی دبرسی څخه وروسته هغه ناوړه خزانه دار لیری کړای شو . اوبانک دلنډی مودی لپاره درشوت خوروڅخه پاک شو .

داچه زه ئی درته لیکم دیروخت راڅخه نیسي اوزه ئی نه لرم نوهره ورځ به دکارمندانوسره درشوت دبندیدوله کبله لاس اوگریوان وم اوتاسی ته می هم څوڅوځله داخبره دتلیفون له طریقه وکړ ه تاسی هم راته داجواب و چه داټوله دمرکزی بانک له کبله ترسره کیږی اوته هم گوزاره کوه اوماته هم دابیله شکه معلومه وه چه ټوله دمرکزی بانک له طریقه مقرریدل اوکله چه به ددی درشوت مخه نیول کیدل نودی به وخپل هغه شخص ته احول ورکوی کوم چاه چه دی مقررکریوه .
اوتر دی حده می گزاره وکړه چه تاته می وویل چه وبولدک ته یوبل شخص راولیږه اوزه نور دیرپه تنگ سوی یم او تاد خپل وطن والی په خاطر وویل چه بیله تاڅخه بولدک دجوړیدو ندی اوته به خامخاداڅانگه راته جوړوی اوبیاهم دداسی یوحالت سره مخامخ شوم چه  په اداره کښی می دوه مدیریته وه مشتریان درته شاهدان کوم تعرفی اوچیکونه به داجراکیدولپاره وروړل سوه دوی به هغه تردی اندازی وڅنډول چه مشتري به وماته وویل چه موږ سهارراغلی یواواوس غرمه ده څنگه وکړوکله چه به می کارمندان راوغوښتل دوی به ویل لاسونه موشوری څنگه وکړو  اودی به دمرکزی بانک سره زمادتبدیلی اويا وظیفی څخه دلیری کولو لپاره مصروف وه ډیرلږوخت می وتبدیلی ته پاته وه زه به ئی یا وزون ته اویاهم په همدی څانگه کښی ویوه داسی پوست ته  ورکړی وای چه بیابه می درشوت خوروتر لاس لاندی دخپلوهیوادوالوزورول درشوت په خاطر یاهم وماته درنگارنگ خبراوتهدیدونو اوکړاونه تیرول پاته وه نورهیڅ نه
ځکه چه تاسی ته بهتر معلومه ده چه نن بیله ډالره کوم بل هیڅ نه پیژندل کیږی .
اومانه هم ډالر اونه هم کومه لویه وواسطه درلودل بیله دغی نا قانونه او غلطه لاره ځکه چه مجبوره وم
اوتاسی ته می یوه ورځ وویل چه امر صاحب نن ټوله وطن وال حاضردی اوددوی څخه ددی څانگی دکړنو پوره معلومات واخله اوخیانت اورشوت اخستلو پوښتنه دی هم په قسم سره وکړه .
زه بیا هم درته وایم چه زه اوس هم حاضریم چه دخپلووطن والو په حضور کښی درته دهرڅه معلومات درکړم
اوده هرڅه ثبوت راسره په ویډیوگانوکی راسره شته اوکله چه به می یو ماموراویاهم صراف اویاهم خزاندار په ویډیوسره ثبوت کړی اوددی لخوا څخه به دهیواد والوڅخه په ډیرور قمونو باندی پیسی اخستل شوی وي اوبیا به می ورته هغه دوباره وخپلووطن والوته تسلیم کړیدی ته اوس هم کولای شي چه هغه په ثبوت ورسوی اوورڅخه پوښتنه وکړی اودرته هر څه په ثبوت رسوم .
داچه ډیرزورونی په خپل زړه کښی لرم اوهمدغه زورولودی ته مجبورکړم چه داکارترسره کړم اوددی کارله لاری خپل اواز وتوله دنیااو رئیس صاحب جمهور اوجنرال صاحب عبدالرازق ته ورسوم ځکه چه ستاسی هم تر وس تیره وه او زه ستاسی دهغه لاس لیک ډیر قدر کوم کوم چه موزماپراسنادوکړیدی اوتر څیړنوورسته به زه دهمدی دولت اوملت خزانه به درئیس صاحب جمهوراوښاغلی وطن فرسته محترم الحاج جنرال صاحب عبدالرازق خان په حضورکښی وبانک ته رسوم اودابه وایم چه دشورت خورواووطن فروشو تر لاس لاندی نورهمداسی خپل هیواد وال زورولی نشم لیدالی اوداسی حال پرتاسی هم روان دی خوخپل اواز نه پورته کوی نوماخپل اواز دهمدی لاری په ټوله نړی اولوړرتبه کسانو واوریدی .
ما د خپل وجدان او وطنفرستي په  احساس د کندهار د بولدک ولسوالۍ ته په ایمانداري  کار کړي دي  زما په اړه  د کندهار  محترم امنیه قومندان  د ټول بولدک د ولسونو څخه پوښتنه کولای سی چي ما د فساد پر ضد څونه مبارزه کړې او خپل هیواد وال مي د رشوت خورو د زوروني څخه په امان کړي دي   اوزه ئی درته په ثبوت رسوم او دا خبره جنرال رازق ته په دې کوم چي ماپه خپل 3 کلنه دوره کښی ستاسی دوطن سره مینه اودوطن خدمت لیدلی دی اوراته دی وطن پرستی په حقیقت کښی رشتیاوه اوماهم غوښتل لکه څنگه چه ته دوطن پرسته اوخپل  سرښندنه کوی نوزه هم درته همداسی خدمت کول غواړم اوکه چیر وغواړی چه درته ئی په ثبوت ورسوی نوزه درته حاضر یم اوستاڅخه بخښنه  غواړم چه ستاپه سیمه کښی می داسی کارتر سره کړی اوته به په ډیر قهر سوی یه زه مجبوره وم دخپل اواز داوریدولاره می همدا لاره وه تر څوخپل وطن وال د رشوت خورواو خاینانو څخه باک کړم اوته خپل سر دوطن ساتنی په خاطر ورکوی اوهغه په شعباتوکښی درته ناست دی اودوطن وینه خوری .

زه په خپل  وجدان  مطمینه یم  چه ددولت اوملت وخزانی ته به هیڅ تاوان نه رسیږی ځکه چه زه دهمدی ملت اودولت لپارتکلیفونه اوزحمتونه وړم نوبه وهمد ی خزانی ته هیڅکله تاوان ونه رسیږی اوکله چی ډيراقتصادي خراب حالات راباندي راسي  نوبه روزانه وکړم اوخزانی ته به تاوان ونه رسوم .
اوکله چه درځم نوداولس مشر او ستاسی او رسینوپه حضور کښی خپلی ټولی دبولدک دڅانگی سختی وایم اوبیابه وتاسی ته قضاوت دخدای په حضورکښی ېریزدم اوڅه چه وماته لایق بولی هغه سزابه قبلوم اوڅه چه وهمدی خرابی اوبیکاره اداری ته لایق بولی هغه به قبلوی اوته اورئیس جمهورصاحب به دخپل وطن اووطن والوپه خاطر حقیقت فیصله وکړی .

زه د ګران ولسمشر څخه غوښتنه کوم چي د خپل  کلک دریز لمخي  چي د فساد په وړاندي ئې لري په دې موضوع کي مداخله  وکړي . ما د افغانستان بانک خزانه  د غلو څخه د خوندي کیدو په موخه  تښتولې ده ،  دا د بیت المال حق دي او بیرته به بیت المال ته تحویلیږي  او زه به ئې په  پوره امانت داري تسلیموم .
زه تیار یم چي د بېنوا له لاري ستاسي سره  خبري وکړم  او  د بېنوا پاڼي  د مسولینو په مرسته  تیار یم  د غلو او رشوتخورو څخه خوندي سوې د افغانستان بانک خزانه بیرته  بیت المال ته  وسپارم زموږ ټولي  خبري به د بینوا له لاري پر مخ بيول کيږي او همدا درشوت ختمولو یو راپاته  لاره ده  .

د فساد سره د مبارزې یو لاروي  ورور مو !

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery