مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-01   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د يوولسو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سوي .

لودين
په کندهار کې د فوځ مسوولينو د دې ولايت په ژړۍ او ارغنداب ولسوالۍ کې څوارلسو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو خبر ورکړ . د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، چې د دې قول اردو سرتيرو تير څلرويشت ساعتونه د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور او د ارغنداب ولسوالۍ د خان محمد کاريز په سيمه کې د باور په نوم عمليات کړي دي . خبرځای وايې ، چې د بند تيمور په عملياتو کې ۷ تنه وژل سوي او دارغنداب په عملياتو کې څلور تنه وژل سوي او درې تنه نور ټپيان سوي دي . د خبرځای د معلوماتو له مخي چې د ملي اردو سرتيرو ۲۸ کړۍ ډول ډول ماينونه هم کشف او له منځه وړي دي . په عملياتو کې د افغان فوځ لوري ته د زيان اوښتلو په اړه معلومات نه دي وړاندي سوي او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery