دخپریدو نیټه : 2015-03-03 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
ارزګان : د يوې موسسې پنځه کارکوونکي تښتول سوي دي .
لودين
امنتي سرچيني د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د يوې موسسې د پنځو کارکوونکو د تښتولو خبر ورکوي .
موسسه ( د ماشومانو د ساتني ) نوم لري او تښتوول سوي کارکوونکي يې د هيواد د بيلابيلو سيمو اوسيدونکي دي .
يوه باوري امنتي سرچينه وايې ، چې هغوی د ترينکوټ اړوند د ګرماب په سيمه کې تيره ورځ ناوخته تښتول سوي دي ، په ترينکوټ کې د لمړۍ امنتي حوزې امر ګل اغا د هغوی لادرکه کيدل مني خو د تښتووني پخلی يې نه کوي .
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او د جنايي پيښو په وړاندي د مبارزې مدير په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي .
د تښتوول سويو کسانو د تښتوني مسوليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .