مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار ښار کې پوليسو د يوې خونړۍ پيښي مخه ونيول .

په کندهار ښار کې پوليسو هغه ځانمرګی بريدګر وواژه ، چې غوښتل يې خپل هدف ته ځان ورسوي او د چاوديدونکو توکو بار موټر وچاودي او بريد تر سره کړي . پيښه نن نن غرمه مهال دوولس بجې د کندهار ښار ختيځ لوري ته د شيږمي امنتي حوزې امريت ته نژدې رامنځ ته سوه د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې بريدګر تر بريد مخکي پوليسو و پيژانده او په ډزو يې وواژه ، د نوموړي په وينا چې د هغه سره په چاوديدونکو بار مازدا موټر هم وو چې د پوليسو له لوري تر لاسه او خنثی سو . نوموړی وايې چې د بريدګر هدف معلوم نه وو ، چې چيري يې بريد تر سره کوي په موټر کې په زياته کچه چاوديدونکي توکي ځای پر ځای سوي وه او په چاوديدولو سره به يې خونړۍ پيښه رامنځ ته سوي وای .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery