مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لودين که د فساد مخه نه شي نيولی، نو دنده دې خوشې کړي

سيد حسين پاچا


جهاد خو نن د ټولو نارواو او بېعدالتيو جبيره ده

هغه ډېرکاری، ښه مدبر مدير غني چې په پوزه به يې مچ نه پرېښووه، خو د وخت ناخوالو دېته اړ کړ چې د ښويه اوتوکړي عبدالله هره ورځ ناز يوسي

د امان، شفيق، پژواک، سمعي، حامد او نورو غوندې ټاټوبي کې گل آغا شيرزي هم د پنجاب له برکته ولايت کولو

د ننگرهار سرپرست والي :
ځينې مافيايي کړۍ او دولتي چارواکي په دغه فساد کې لاس لري خو نومونه يې نه په ډاګه کوي.
زموږ د جهاديانو وروستی انجام او ايمان تر دې کچې کمزوری دی چې اوس يې نومونه هم نه په ډاگه کوي. دوی داسې انگيري چې موږ خو پريښتې يو، جهاد مو کړی، هره ناروا چې کوو بس موږ ته بښل شوې ده. ښېښنده لا دا ده چې دوی کله اسلامپال شي، کله بيا د مزار د ((غل)) غوندې لېبرال ډېموکرات شي. کله مودوديان شي، کله رافضيان او کله معتزله شي، کله اشعريه او کله ماتريديه شي.

د ولايت يو سرپرست چارواکی چې تر دې کچې کمزوری او ضعيف النفس شي چې د گمرک د يوې تلې چاره نه شي کولی، نو بيا ولې خپلې دندې ته دوام ورکوي؟ د ښاغلي غني د فرمان له مخې خو سرپرست واليان تقرريانې، تبديليانې او ځينې په لوړه کچه قراردادونه به نه شي کولی. اگر چې د نوي فرمان له مخې خو بيرته صلاحيتونه ورسپارل شوي، نو دا خو کولی شي چې د فساد مخه ونيسي. دا خو پلمه نه شي کېدای، دوی به الله ته څه ځواب وايی؟ دا خو له هېواد سره د پرديتوب مانا لري. په بهرنۍ نړۍ کې به هېڅ يو چارواکی د خپل هېواد سره دغسې ناغېړي ونه کړي، لکه موږ چې رااخېستې ده. دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ څومره له خپل هېواد څخه پردي شوي يو. هېڅ زړه مو پر دې هېواد او دې ولس نه سوځي. ايا دا پلمه به د محشر پر ورځ زموږ ځواب ووايی؟ نه هېڅکله نه.

اروپا ته د راتگ پر وخت د يو افغان کيسه کوم، ويل يې چې موږ يو شپه په جرمني کې په ټکسي کې کښېناستو چې له جرمني نه بلجيم ته تللو. د لارې په اوږدو کې له موږ څخه يو تن د کوک او که د پيسي يو وړوکی بوتل وڅښه او تش بوتل يې له کړکۍ ((هېندارې)) نه بهر پر سرک خطا کړ. د ټکسي ډرېور ورته پام شو، له برېک نيولو سره نژدې تر يو ميل پورې وړاندې ولاړ او ټکسي يې هلته پر سرک ودروله او ورته يې وويل چې کښته شه. ولاړ شه، هغه بوتل راواخله. زه به درته دلته ولاړ يم. تر څو چې هغه بوتل له سرک څخه راپورته نه کړې، زه له دې ځايه نه خوځم او يا پوليس ته زنگ وهم چې راشي او ودې نيسي.
موږ ورته سوال وکړ چې که لږ رېوس يعنې پر شا لاړ شې، نو دا به لږه اسانه او ژر وشي. هغه انکار وکړ او ويې ويل چې نه. ويی ويل که پوليس نشته، زه خو يم، او دا زما اخلاقي وظيفه ده چې زه بايد خپل چاپېريال پاک وساتم. موږ ته خو د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم وايی چې ((پاکوالی د ايمان يوه برخه ده)). زموږ اخلاق وگوره او د يو غيرمسلم اخلاق، مسووليت او احساس له خپل چاپېريال سره وگوره چې د کوک يا پيپسي تش بوتل يې په توره شپه کې پر سرک نه شو زغملی.

موږ نورو ټولو سپرليو ورته وويل او هغه تن بالاخره کوز شو، ولاړ او هغه بوتل يې راپورته کړ. رايې وړ او ټکسي بيرته حرکت وکړ. کله چې يو مناسب ځای راغی، نو هغه گاډی ودرولو او هغه تن ته يې وويل چې ولاړ شه او هلته يې په Bin کې واچوه.

دا د افسوس وړ ده چې زموږ يو جهادي اخوانی اسلامپال سوکه ږيری له خپلو جهادي باټو باوجود وايی چې ((ځينې مافيايي کړۍ او دولتي چارواکي په دې فساد کې لاس لري او نومونه يې نه په ډاگه کوي)). وايی چې زه ((د فساد مخه نه شم نيولی)). ولې خوشې ډالري معاش اخلې؟ ولې د پنځه زره ډالره د سولې له شوری څخه ترلاسه کول؟ خپل پخوانی جهادي مشر يې په شمشتو کې پرېښووه او ده په کابل کې د عبدالله لکۍ ټينگه کړه او نوې يارانه يې سره شروع کړه. چې د جهاد وخت وو، نو دغه جهادي بگيالي مړزان به د سهار د بگياليو مړزانو په شان چغېدل، خو نن دغه بگيالي مړزان له ټغاري هم وتلي دي. ډېر ژر يې د جهاد ((باد)) ووتل.

نه پوهېږم چې ولې يو ناڅاپه دغه جهادي بگيالي مړزان ولې له ټغاري وغورځېدل؟ ښکاره خبره ده چې ايمان يې کمزوری دی او د ايمان کمزوري هله راځي چې سړی د ايمان په کمزورۍ اخته شي. که له دغه جهادي چارواکي وپوښتل شي چې تاسو خو د نورو چارواکو د فساد خبره کوئ، خو که له تاسو وپوښتل شي چې د ((گندهاب)) د غونډ حسابي ورکولی شئ؟ فکر کوم چې ځواب به يې سخت وي. نو ځکه خو نوموړی د سرحدي گمرک د يوې تلې د تصفيې او مراقبت چاره نه شي کولی.

بوډا سياف ږيره ور بيا وايی چې په وزير اکبرخان کې د طالبانو اعلاميې ليکل کيږي او له همدې ځايه وېشل کيږي. دا يې هم ويلي چې که داعش راشي، نو د ده دروازه به وټکوي. دغه پرېښته جهادي مشر بيا د حفيظ الله امين غوندې د يو دېکتاتور بچيان د مجاهدينو په وينو ساتل.

هراتی بوډا بيا وايی چې دولت دې د مجاهدينو له تجربو نه گټه پورته کړي. دغه جهادي بوډا خو دې هم د جهاديانو يوه تجربه راوښيي چې دوی څه تجربه لري؟

د دوی د ټولو پير کامل او مفسر بيا وايی چې ((د پاکستان مجاهد پوځ (؟!) او د پاکستان د ديپلوماسۍ دستگاه په مهارت سره کولای شي د افغان جهاد مفاد او منفعت وساتي)).
هغه د جهاد مفاد ومنفعت نن دا دی چې زموږ جهادي بگيالي مړزان نن د گمرک د يوې تلې له مراقبته او د شته فساد له مخنيوۍ نه عاجز دی. زه د مولوي صاحب د همدې نرې خبرې تاييد کوم او ستايم چې ده خو دومره قدرې وويل چې د ((فساد مخه نه شم نيولی))، خو موږ له خپل جهادي مفسره وپوښتو چې له جهاده څه جوړ شو؟ نو هغه به اوس هم د خپل اخوانيتوب سرزوري او هماغه زړه سرنده غږوي چې ((زموږ د مسلمان گاونډي مجاهد پوځ به زموږ د جهاد مفاد او منفعت وساتي)).

نتېجه :
زموږ باټور جهاديان لکه مفسر صاحب، استاد سياف واسماعيل خان او همداسې ورپسې دا نور ستميان وجمعتيان د نظار شوری ميراثخواره خو د جهاد باټې وهي، خو دا ثابته شوه چې زموږ جهاديان په تېره بيا ستميان واخوانيان + د نظار شوری يو هم د حکومتولۍ اهل نه دي. نه يې خپله کولی شي او نه بل څوک ورته په ارامه پرېږدي. که هر څنگه کيږي، خو دوی ته بايد د دوی باج ورکړل شي. د الله تعالی شان دی چې د قاضي حسين احمد د خبرې پر اساس ((چترالی ملا)) د هغه زوی د ترکيې له سفارته د سولې شوری مشر او له هغه مقامه اوس د بهرنيو چارو وزير شو. که وزارت ورته رسيږي، نو درست ده، کنه، نو بيا يې ورور پر پاسپورټ باندې پښې ږدي، نو دغسې بېباکه خلک چې زموږ مشران شي، نو له چا به څه گيله وکړي؟ زه غواړم چې جمعيتی هراتی اسماعيل خان وننگوم که دا د مجاهدينو تجربه وي چې د وزارت نه رسېدو په صورت کې دې د هېواد پر پاسپورټ باندې پښې ږده، نو درست ده، نو موږ يې تجربه منو، کنه، دا تجربه نه وي، نو بيا دې نوموړی له جمعيته توبه وباسي چې الله تعالی آخره خاتمه په ايمان تېره کړي، کنه، نو د ايمان له زوال سره به مخ وي. ځکه د بيت المال او د پردی مال خو الله تعالی چا ته نه بښي. زموږ دا ځينې ځينې خېټور، باټور وميراثخواره جهاديان خو به الله تعالی ته په محشر کې څه ځواب وايی؟

د الله تعالی اسماني کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث زموږ مخې ته شته، د مودوديانو شنو کتابگوټو او رسالو ته ضرورت نشته چې اصل مدعا ورته پرېږدو او سياسي اسلام ته ورپسې ولاړ شو. د مودوديانو ټوله مدعا همدا وه چې بنگال بايد له پنجابه جلا نه شي، خو دا چې هغه ترې جلا شو او د کشمير ستونزه له هند سره د زور له ليارې نه حليږي، نو د هغې په بدل کې موږ بايد د پنجاب الحاق او پنځمه صوبه شو چې بيا اسلام کامل دی، خو چې نه وي، نو بيا اسلام د خطر سره مخ دی.

په درنښت

عطاء الله لودين: په تورخم کې د فساد مخه "نه شم نيولی"
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2015/03/150305_hh-corruption-torkham

څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟
http://www.taand.com/archives/15311


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery