مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-11   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په سويډن کي ددوستۍ فر هنگی ټولنې اعلاميه !

حبيب الله غمخور
دمارچ پر اتمه مو دازړه بوږ نونکی خبر ترلاسه کړ چي داسلام او افغان ولس دښمانانو دخپلو تورو اوکرغېړنو موخولپاره د کابل په لوېدیځ کې د صوفیانو پر یوې خانقاه تېره شپه تروریستی بريدکړی چي ددې وحشيانه بريد له امله شاوخوا ۱۱ تنو هيوادوالوخپل ژوند دلاسه ورکړئ . پرون دکندهار، کابل پر لويه لار له سرويس نه دهزاره په نوم خلک کښته کول اويرغمل نيول اونن پر يوي صوفيانه خاناقاه باندي بريد دادافغان ولس دهوښيارو دښمنانو کار دی،ځکه خو موږ دې عمل ته دنفرت اوکرکې په سترگه گورو . په سويدن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه پداسي حال کښي چې دا دواړي پېښي په کلکه غندي ،دافغان امنيتی چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوي چې ددې پېښو عاملين ژر تر ژره ونيول سی . ددي ترڅنگ زموږ د ټولنې مشرتابه سره نړوالو پېښوته په کتوپه افغانستان کي ددې دو پېښو په اورېدو سره تشويش پيداسوی چې دعراق اوسوريې حوادث دلته تکرار نسي . زموږ دنړيوالو ز برځواکولخوا په سيمه کي دولسونوترمنځ دمذهب ،سيمي ،قوم اوژبې يابل نوم نه په استفادې سره دمنځنی ختيځ ناورين افغانستان اودې سيمی ته را انتقالول په کله غندو او پر افغان ولس ږغ کوو،ولسۀ بيدار اوسئ ، په هيڅ نوم اوبهانه دا مرموز لاسونه اوانسان وژونکی هڅې تاسوکورنۍ جگړې اويا خپل مينځی ختلا ف ته راو نه لمسوی .افغانستان دټولو گډکوردی اوداکورپه گډه ښه ساتل کېداي سي . زموږ دټولنې مشرتابه جرگه دڅولسيزودتاريخي درس اوتجرېبو له مخې ددې تاريخي ټکی په پوهېدوسره چي افغانستان دهر ډول بنسټپالی لپاره مساعده ځمکه ده ، په افغانستان کي دعراق اوسور يې ناکامه تجروبو تکرارول او دداعش په نوم دبنسټپالو رازېږول اويا له بهرنه افغانستان ته لېږ د غندي اونړيوالوته داټکی په گوته کوي چې داډول هڅې به نه يوازي دا سېمه بلکي نړی له سخت اومرگونی گواښ سره مخامخ کړي . تاريخي خوادثو داثابته کړې که په افغانستان کي سوله اوثبات تامين سي، خلک دژوند ددوام عادي توکي اوکار ولری ، په ټوله سېمه اوان نړۍ کي به ولسونه سوکا له او ارام ژوند ولري . له نړيوالي ټولنې په سرکښي له امريکا نه په تکرار زموږ په کلکه غوښتنه داده چې په افغانستان کي دمنځنی ختيځ ناکامه سياسي تجربه يوځل بيا تکرارنسی اودې ولس سره دسولی اوثبات په راوستو کښي رښتيانی مرسته وشي ترڅوپه سيمه کښي دا ترټولواوږده اوپه وينو لړلې جگړه دتل لپاره پاي ته ورسېږي . ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery