مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماته جلالتماب ووایاست

محمود نظری


 له دې وروسته ماته جلالتماب ووایاست
 ټولوغلو کارمندانو ته اعلی جناب ووایاست
 ومولیده څنګه مو اول نوک بیا سوک ځای کړ
 له دې وروسته زموږ نومونه په اداب ووایاست
 ما ټوله خپله دوستان په اساسومنصبو وګمارل
 ماته دټولو غلواو خاینو صداقت ماب ووایاست
 زه د خلکو په رایو ټاکل سوی یم تاسو خبر یاست
 ماته اصلي او نامي وړونکی د انتخابات ووایاست
 هر څه چې زه کوم نر نه وینم خپل مخکې بل څوک
 ما ته دنفاق د فدرالي سیستم تهداب ووایاست
 زه ډاکټر یم جامع الکمالات یم د هر کارا هل یم
 زما ټولو غرتو ته له دې وروسته ابیات ووایاست
 داز ه چې په دې شیک کاغذ پیچ لباس کې ګرځم
 ما ته په دې خزان بڼ کې نورسور ګلاب ووایاست
 دا چې زه او ملګري مي د واک یو خراب وتراب
 موږ ته له دې وروسته دوطن سلطنتماب ووایاست
 ما باچاهي ، ګران لباس او لوړ القاب ډیر خوښ دي
 ما ته له دې وروسته دوطن لوی نواب ووایاست
 زه اجراییه رییس نه یم زه اصلي دوطن سلطان یم
 زه ښاغلي نه یم ماته ترټولو ښه جلابماب ووایاست
 زما پسې سل باډیګارده سل مشاوران روان وي
 ماته اجرائیه رییس نه ستر ټولواک ناب و وایاست
 ولاکه د چا پلار خاین ته څه ووایي تر څو زه یم
 ماته د غلو او توپکسالارانو ترناب ووایاست
 زه غواړم په ډالرو کې بازی وکړم سره دیارانو
 ما ته دملک د بیت المال عذاب ووایاست
 زه ګرداب یم تالاب یم مرداب یم اهل دکار ته
 ما ته د اهل کارو لپاره جاړبوڼی جلاب ووایاست
 دا د دولت ټوله بودجه زما ده زما ده زماده زما
 ماته یارانو په لګښت کې پیرد خرابات ووایاست
 ماچې امریکا ته دافغان د وژولو قاطع حق وکړ
 ګورئ ماته له دې وروسته د وطن قصاب و وایاست
 زه چې دهر چا سره ګورم یا زما په دیدن مشرفیږي
 هغو ته نور غونډوال نه زما سره باریاب ووایاست
 زما کړه ډیر پیریانو ته پاته کیږي نظر انسان ته
 له دې وروسته ماته انسان نه پري ذات ووایاست
 زما ټولې وعدې یوازې وعدې وبولئ ولسه
 ما ته دتږو وطندارانو لپاره سراب و وایاست
***
زه په شفافو ټاکنو اجرائیې ریاست ته رسیدلی یم
 ماته نورد غني په لاسلیک انتصاب مه وایاست
 دا خوږې اوبه چې تل زما دوستانو په لاس کې دی
 دخدای لپاره دې ته نور ترخه شراب مه وایاست
 داخړې اوبه چې د پاسه را رواني دی په بیړه
 زه درسره یم دې ته د خړ و اوبوسیلاب مه وایاست
 زه بودجه بې حسابه کتابه لګوم اصل خراباتي یم
 دې ته ګران ولسه ! نور دجرم ارتکاب مه وایاست
 په دې ساختګي انقلاب کې شوکمارن راسره دي
 ولسه دې په نوم مجاهدینو ته کریاب مه وایاست
 ما په خړو اوبوپه سپینه ورځ زرګونه کابلیان یووړه
 اوس نو نور ماته هغه پخوانی کذاب مه وایاست
 زه اوس واکمن یم د ټولو خاینانو کونې مینځم
 ګورئ دخدای لپاره نور ما ته تشناب مه وایاست
 تر څو چې زه جلالتماب ژوندی یم او پر واک یم
 دې غلو او چکه چورو ته خانه خراب مه وایاست

***
د مړو خولو په لیدو هر لوده دلته ځان فرعون ویني
 دخدای لپاره نور هر یږ ته آغا ساب مه ووایاست
 په ریاست جمهوري کې مواشرافي القاب پیدا سوه
 څوک وایي دې دیمو کراسي ته غرقاب مه وایاست
 هر څوک خپل تر وسه هر څه کوي چې وس یې وي
 دوطن هر خره یږ ته ښاغلی او جناب مه وایاست
 دکم اصله واکمن انسانانو ورځ په ورځ کبر ډیریږي
 کم اصلو، تګو ، غلو ته اعلی جناب مه وایاست
 له دې وروسته د رشخند لپاره چې یږ او خروینئ
 په جرتک نیولو ورته ډر جلالت ماب ووایاست
***
ترناب( ارمان )، جاړبوڼی( ښه جلاب دی )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery