دخپریدو نیټه : 2015-03-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
عطامحمد نور د خپل ملاتړ لپاره په زور لاسلیکونه راټولوي
سید سلام
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې مېرمن ګلالۍ نور ساپۍ ادعا کوي چې د بشري حقونو د خپاره شوي راپور په غبرګون د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په ملاتړ د لاسليکونو د ټولولو په پروسه کې له زورزياتي کار اخيستل شوی دى. د هغې په وينا، د بلخ د سرپرست والي په ملاتړ د لاسليکونود ټولېدو د پروسې په اړه ورته د دغه ولايت له چارکند، چمتال،کشندېاو چهاربولک ولسواليو څخه د ځينو کسانو زنګونه راغلي چې خوښه يې نه وه، خو لاسليکونه ترې اخيستل شوي دي.