دخپریدو نیټه : 2015-03-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ارزونې ښيي،چې ۷۰سلنه خلک له پولیسو خوشاله دي
سید سلام
د کورنيو چارو زارت وايي چې اويا سلنه خلک د پوليسو له چلنده خوښ دي او په راتلونکو دوو کلونو کې بايد د وسله والو ځواکونو ټول منسوبين د ښوونې او روزنې پر نړيوالو معيارونو سمبال شي.د کورنيو چارو وزارت مرستيال لوى پاسوال اکرام الدين ياور فارياب ته د سفر پر مهال خبريالانو ته وويل، ترسره شوې ارزونې څرګندوي چې ٧٠ سلنه هېوادوال د ملي پوليسو له کړنو خوښ دي او هڅه کېږي چې د پوليس د روزنې او ظرفيت لوړولو له لارې پر هغوى د خلکو د باور جلبولو کچه لوړه کړي.