مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند کې د معاصر ادب مخکښ

محمد اسماعيل شريعتيار د خليفه ملا قطب الدين زوی، د دين محمد لمسی، په خټه عليزی په ۱۳۵۱ل کې زېږېدلی دی.
تر څلورم ټولګي يې د لښکرګاه د ذکورو په لېسه کې زده کړې کړي دي، په ۱۳۵۹ل کې يې پاکستان ته د خپلې کورنۍ سره هجرت وکړ او د کويټې په پنجپايي کمپ کې يې هستوګنه غوره کړه، چې تر شپږم ټولګي پورې يې د کمپ د امام ابوحنيفه په ښوونځي کې او بيا په کويټه کې د شهيد غلام محمد نيازي، په ثانوي ښوونځي کې تر ۱۱ ټولګي پورې زده کړې ورسولې.
الحاج محمد اسماعيل شريعتيار دولسم ټولګی په ۱۳۸۱ ل کې د هلمند د لښکرګاه ښار د ذکورو په لېسه کې پای ته رسولی دی.
ښاغلي شريعتيار له دې وروسته د ژورنالېزم په برخه کې ۱۲ بېلابېل کورسونه ولوستل، د کليد، بګړۍ او شملې مجلې سره همکار هم پاتې سو.
نوموړی په هلمند کې د بست فرهنګي ټولنې له بنسټګرو شمېرل کيږي چې بيا يې وروسته د هلمند ادبي بهير رامنځته کړ.
ښاغلی شريعتيار اوس مهال د هلمند مدني ټولنې د فرهنګي چارو د کميسون مسؤل دی.
محمد اسماعيل شريعتيار چې په هلمند کې د ادب په ډګر کې سرلاری بلل کيږي، بېلابېل څېړنيز کتابونه يې ليکلي دي، پنځونې او ژباړې يې کړي دي.
شريعتيار صيب په (( هلمند کې ټوکيدلي ګلونه)) په نوم شعري ټولګه کې د خپل زړه خبرې وپنځولې، د ((زوړ افق او نوې رڼا)) باندې د تصوف پر عالمانو پراته ګردونه وڅنډل، د ((تصوفي لارښود)) په ترڅ کې يې د دغه علم په اړه د خلکو شکونه ليرې کړل او د ((مثبت قدم پر اصله لار)) يې تصوف نور هم روښانه کړ.
په هلمند کې دغه د تصوف څېړونکي يوازې پر شعر او تصوف بسنه ونه کړه بلکې خپل مينوال يې د ((هلمند پوله پر پوله)) وګرځول.
الحاج محمد اسماعيل شريعتيار په هلمند کې  د اوسنيو ډېرو شاعرانو او خبريالانو استاد او لارښود پاتې شوی دی، د بست فرهنګي ټولنې له هغه مخکښانو څخه يو دی چې، ډېرو شاعرانو ته يې د شعر پر نازکه لار د تګ چل ورزده کړ او د خيال تر دنګو غرونو يې تاو راتاو کړل.
دغه راز يې په هلمند کې ځينې خبريالان د خبريالۍ پر باريکيو او د دغه مسلک په ژورو پوه کړل، لارې يې وروښودې او د ژورنالېزم پر اغزن ډګر کې يې د ژوند کولو طريقه ورزده کړه.
ښاغلي شريعتيار يوازې د قلم په سيالۍ کې د ستړيا تر کچې ځغاستې نه دي کړي، بلکې په هلمند کې يې مشاعرو، سمينارونو، غونډو او ادبي بنډارونو ته هم لېڅې بډ وهلي دي، لاس په کار سوی دی چې تر اوسه بېلابېلې غونډې او مشاعرې ترتيبوي، تازه ټوکيدلي ګلان او د هلمند نور شاعران او ليکوال پرې راټول وي او ان په هر ادبي مجلس کې يې بې پوښتنې نه پاتې کيږي.
ښاغلی محمد اسماعيل شريعتيار چې له تحقيق سره بې سارې مينه لري، ډېری وخت پر څېړنه بوخت وي، چې د همدې فن سره د لېونۍ مينې له امله يې کتاب پلورنځی جوړ کړی دی، چې له يوې خوا پرې د خپل تحقيق تنده ماتوي او بل پلو خلکو ته د همدغه لارې کتابونه ورکوي، د کتاب پر ارزښت يې پوه کوي او د مطالعې د حوصلې لېوالتيا يې ډېره وي.
زه له شريعتيار صيب سره له ډېره وخته پېژنم، چې يوه شېبه ورسره څوک کښېني نو پرته له ادبي او علمي خبرو به ترې بل څه وانوري، ډېر خوږ انسان دی. پر خپل کلتور او ژبه ټينګ ولاړ دی.
په ادبي او علمي خبرو کې د سيمې په کچه خبرې نه کوي، بلکې د داسې خبرې پلوي کوي چې د ټول هېواد په کچه وي، د ژبني او لهجوي تعاصباتو سخت مخالف دی.
شريعتيار دروند او سنګين انسان دی، همېشه يې د پښتنو ستر وياړ بګړۍ پر سر وي، اوږدې جامې کوي او توره اوږده ږيره لري.
ښاغلی شريعتيار ديني زده کړې هم کړي دي، ملا دی، فقه يې لوستې ده او پر دلايلو کې دومره تکړه دی چې په ډېر لږ وخت کې مخاطب قانع کوي.
په هلمند کې د ادب دغه مخکښ او سرلاري تازه يو کتاب ژباړلی دی چې دا مهال تر چاپ لاندې دی او په نږدې ورځو کې به د لوستوالو تر لاسو ورسيږي.
شريعتيار صيب داسې اثار هم لري چې چاپ ته لارې څاري:
حجت السالکين ( پښتو ژباړه)
عقيدوي مسايل
د زمينداور د سلطاني کور تاريخچه.
په پای کې الحاج محمد اسماعيل شريعتيار ته اوږد اوخوشاله ژوند غواړم او د نوموړي د عالمانه فکر د خپرېدو هېله مند يم.

سردار محمد همدرد

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery