مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ترافېکې پېښې له امله ۱۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې د د یوې ترافيکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

دغه پېښه نن ( چهارشنبه) سهار نږدې لس بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یو مارسیډیز او کرولا ډوله موټرونه سره وجنګیده،چې له امله یې یو ولسي وګړی شهید او د یوې مېرمې په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي .

د یادې پېښې کرولا ډوله موټر له کابل څخه  غزني او مارسیډیز موټر له سیداباد ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله سره وجنګیده او یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

په پېښه کې د درې تنو ټپیانو روغتیایې وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .

د پېښې د رامنځته کیدو سره سم د عامې روغتیا ریاست له لورې د سیمې څخه ټپیان د میدان وردګو ولایت مرکزي روغتون ته رانتقال کړي،چې دا مهال تر درملنې لاندي دي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په پېښه خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery