مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زما ارمان


سحرګل سحر
زه فکر کوم ، زه انسان یم ، زما ارمانونه د یو ښار په شکل دي زه هغه پوره کول غواړم، زما په هیلو کښي شهزاده ګان دي زه هغه د واده په جامو کښي لیدل غواړم، زما په ارزوګانو کښي د اوبو څانان دی زه هغه په اوبو سره تر اوتازه لیدل غواړم او زه د خپلو خوبونو تاج محل د ښار په شته تعمیرانو کښي لیدل غواړم.
زه غواړم چي یوه کښتۍ جوړه کړم
داسي کښتۍ چي د هغې کوکه د میني د تختو او د اخلاص لرونکو لرګیو څخه جوړه وي چي په هغه کښي د میني خوشبو ګرځي راګرځي ، د هغې مسافر د آسمان فرشتې او د جنت حوري جوړي سي ، د هغې  روح د ابدي رښتیا ویلو څخه منوره وي ، دهغې سترګي د استۍ او نیستۍ د لوړ فکر څخه خلاصي وي ،د هغې غوږ د هغې د خولې څخه د وتلو سندرو شاهد وي ، د هغې بدن د نامحرومو غشو او د حیا په لباس کښي پټ وي ، او د ایماندارۍ پر جګ او لوړ ځایونو باندي ودریږي او هغه صادقانه هوا وچلیږي چي زما د خوبونو کښتۍ د سمندر تر څنډو پوري ورسوي ، او بیا هغه د بحر پر سینه باندي روانه سي او د هغې د مینه ناکي تندي موجونه په ساه وهلو سره ستړي سي ، او د غضب څخه ډکي ولې ددې سره په ټکر وهلو وهلو سره تسلیم سي ، او لیري د سمندر تر آخري ساحې پوري چیري چي آسمان او سمندر سره یو ځای کیږي د میني یو نظر راښکاره سي او زه خپل مزله ته د پای ټکی کښېږدم، او  زه زما د خوبونو د ساحل پر څپو باندي مینه ناک داستانونه ولیکم او تر ابده پوري بیده سم.
زه غواړم چي یو سندره ووایم 
یوه دردناکه سندره چي تر اوسه د شروع څخه دومره دردناکه نه وي ویل سوې ، داسي سندره چي تر ډیرو لیرو لیرو ځایونو پوري می درد ورسوي ، یوه داسي غمجنه سندره چي د زړه شکېدلي تارونه مي راجوړ کړي ، یوه داسي سندره چي په ویښو انسانانو کښي یوه نوې روح واچوي  او بیده انسانان راپاڅوي  چي ددې نړۍ له ژونده یې خبر کړي ، یوه داسي سندره چي ټول سمندرونه او دریابونه  سره یو ځای کړي او دځمکي ټول چټل او ناپاکه ځایونه پرېولي ، او ټولي مقدسي روحي ددې لپاره یوځای سي چي کائنات د مینه ناکو آوازونو څخه ډک سي ، یوه داسي سندره چي  بېلا بېل پیریان راسي په خپلو پاکو بدنونو او نازکو قدمونو سره پر همهغه ځای باندي نڅا وکړي ، داسي سندره چي تلبیس او ابلیس قیصه ختمېده ومومي، او داسي سندره چي دفرعون او چنګېز محلونه خښته پر خښته همداسي جوړ نه سي پاته او دغه د بدیو ډک ټول بتان ذره ذره سي ، داسي سندره چي هره خوا مینه خوره کړي او د میني له نوره څخه ټوله دنیا وځلیږي چي زما آواز د کائناتو د آوازونو سره یو ډول سي او تر عمره عمره پوري د خپل ګران پیغمبر د میني په شکل جوړ سي .
زه غواړم چي زما په لاس کښي د الله د دین څراغ راسي
داسي څراغ چي زما ټولي نابشپړي سوي هیلي را بشپړي کړي ، چي زه هغه مور ووینم چي غمو ځپلې وي ، وږې او تږې وي او په غېږه کي یې وږی ماشوم چي له لوږي ورته بغاري وهي او زه له شیدو ډک بوتل د هغه په خوله کي ورکړم لکه پر مړاوي سوي ګل باندي چي شبنم وسي او وغوړیږي.
او کله چي د بارتو په ډکو بمو سره ، د دوو ډلو ترمنځ په جګړه کښي زخميان او شهیدان  ، د جنګ په هوایي توپونو سره په وینو ککړ انسانان ووینم نو بیا یوه لکړه جوړه سم او د هغو د ټولو ټپونو دوا سم او یو داسي ښار ورته  جوړ کړم چي د ګل ګلاب په شکل ښایسته او خوشبوداره وي .
او بل کله چي یو بې وسه حیوان د یو ظالم حیوان دلاسه ناکراره ووینم نو د ځنګله ټوله هغه ظالم زمریان ، ویني بیوونکي لیوان ، زهرجن ماران او نوک داره پنجو والا مرغان په یوه یوه پنجره کښي بندیان کړم ترڅو ټوله هغه بې وسه حیوانان په آرامه سره ژوند وکړي ،او د هغو ظالمانو له وهمه څخه د تل لپاره بې غمه واوسي او کله چي یوه معصومه چوغکه د خپلو بې وسه بچیانو لپاره په خوراک پیدا کولو پسي ځي نو دا غم نه وي ورسره چي زما بچیان به د یو مرغه خوراک سي .
زما فکر محسوسه کړه خوشحالي ، مینه ، عدل او انصاف چي د یوې ژوري خندا درلودونکې وي  او د ظلم د ختمولو لاره ومومياو دهرچا په سترګو کښي خوشحالي وویني .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery