مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-26   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ولسمشرغني:دترهګرۍ پروړاندي مبارزې لپاره ګډه جبهه جوړوو

سید سلام
افغان ولسمشر اشرف غني وویل،له ګاونډیانو سره په ګډه جبهه جوړوو،چې دترهګرۍ پر وړاندي مبارزه وکړو. ولسمشر غني دافغانانو پر مشرۍ د سولې پر پروسې ټینګار وکړ،خو په ډاګه یې کړه، له هغو کسانو سره سوله نه کیږي، چې افغانستان یې د نړیوالې ترهګرۍ پر خوندي ځالې بدل کړی دی.ولسمشر غني دغه څرګندونې بیګا شاو خوا اته بجې دامریکا د کانګریس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.هغه د امریکا کانګرس ته په خپلې تاریخي وینا کې پر اسلامي هېوادونو او نورې نړۍ غږ وکړ چې د ترهګرو په وړاندې مبارزې چوپه خوله پاتې نشي.اشرف غني زیاته کړه، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او افغانستان یې لومړۍ کرښه کې دی او باید پر وړاندي یې ګډه مبارزه وشي. ولسمشر غني وویل اوس ټول پوهیږي چې د اسیا پرمختګ له افغانستان پرته ستونزمن دی .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery