مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د وياندويانو او مدني فعالانو د رسنيزو مهارتونو ورکشاپ پای ته ورسېد

لودين
د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کي د پهنا ګروپ په مالي ملاتړ د دولتي ادارو د وياندويانو او مدني فعالانو د رسنيزو مهارتونو ورکشاپ پای ته ورسېد. په دې ورکشاپ کي يو شمېر وياندويانو او نارينه و ښځينه مدني فعالانو ګډون کړی وو. د دې روزنيز ورکشاپ ګډونوالو ته د دوو تنو استادانو له خوا د رسنيو د مهارتونو، مرکې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د رسنيزو اخلاقو په اړه معلومات ورکول سول. ياد روزنيز ورکشاپ د رواني اوونۍ په سر کي پيل سوی وو چي نن غرمه پای ته ورسېد. په فراغتغونډه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي هم ګډون کړی وو او د ورکشاپ زده کوونکو ته يې ترتيب سوي بري ليکونه ورکړل ښاغلي شمسي له پهنا ګروپ څخه مننه وکړه چي د مطبوعاتي مامورينو او مينه والو د ظرفيت لوړولو لپاره يې دغه ډول روزنيز پروګرام جوړ کړی دی. نوموړي داراز روزنيز او د ظرفيت لوړوني ورکشاپونه مهم وبلل او هيله يې وښوده چي ياد ګروپ د ظرفيت لوړولو او روزني برخي ته خاصه توجه وکړي. نوموړي غوښتنه وکړه چي دا ډول پروګرامونه او ورکشاپونه بايد دوامداره او اوږدمهاله وي، تر څو زده کوونکي پکي په بشپړ ډول د رسنيو په مهارتونو پوه سي. هغه زياته کړه چي د افغان حکومت يوه له لويو لاسته راوړنو څخه د مطبوعاتو ازادي ده، نو دې ازادۍ ته بايد ژمن واوسو او د رسنيو په مټ د خپلي ټولني د ويښتيا او پرمختګ لپاره استفاده وکړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery