مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

انټی وار ډاټ کام ( امریکا ): که د نیویارک پر ښار اټومي بم راولویږی

لیکوالان : سټیوَن سټار ، لین ایډن او تیودور پوسټل
  نېټه : ۱۸ / ۳ / ۲۰۱۵
 ژباړن : نثار احمد صمد

 

 که د نیویارک پر مرکزي ښار (منهاتن) باندی یو ۸۰۰ کیلوییزه اټومي بم راولویږی ، نو څه به پیښه کړی ؟
 داسی ویل کیږی چی د روسیې بین القاره اي اوږد واټنه توغندي څه نا څه ۱۰۰۰ ستراتیژیکي سرګلولې انتقالوي چی له توغولو وروسته آن د نیم ساعت څخه لا هم په لږ موده کی امریکا ویشتلی سی . له دغو څخه یې ۷۰۰ سرګلولې اته سوه کیلو ټنه دي ، یعنی دا چی هره یوه یې د «ټي . ان . ټي» اته لکه ( ۸۰۰۰۰۰ ) ټنه طاقت لری . نو که صرف یو یې وچاودي ، اثرات به یې د نیویارک ښار پر مرکز ( یعنی منهاتن ) باندی څه وی .

د ستر اور ابتدایی ټوټه :
دغسی یوه سرګلوله به د ښار له پاسه په یو میل مربع ارتفاع کی وچاودی تر څو د انفلاق له څپو او ذرو یې لوی زیان رامنځته سی . د داسی چاودنی څخه د یوې ثانیې په لس ملیونمه حصه کی به د سرګلولې د مرکز تودوخه د فارنهایډ ۲۰۰ ملیونه ( یا د سانتی ګرېډ ۱۰۰ ملیونه ) درجو ته ورسیږی ، چی دا د لمر د مرکز تر حرارت څلور یا پنځه چنده زیات دی .
د حرارت او تودوخی دغه ستره ټوټه به هوا هم په ځان ګډه کړی ، او په یوه ساعت کی به ملیونونو میله ساحې ته پسی پراخه سی . دا به پر شا وخوا هوا باندی د یو خورا ګړندي پیسټون غوندی خوځیږی او هوا به د دې ستری اورنۍ ټوټې خوا ته ورپوری وهی چی له امله به یې یوه ستره خوځنده څپه او قوت رامنځته سی .
دغه اورنۍ عظیمه ټوټه به تر یوې ثانیې وروسته یو میل پسور ( بر ) ومومي . وروسته به تودوخه د څو ملیونو څخه شپاړس زره فارنهایډ یا څلور زره سانتی ګرېډ درجې ته رالږ سی چی دا به د لمر تر سطحی ډیره توده وی .
که ورځ روښانه او هوا صافه وی ، نو د دې ستری اورنۍ ټوټې حرارت او رڼا به پر څه نا څه سل ( ۱۰۰ ) میله مربع ساحه باندی اور وشیندی .

د اور توپان :
هغه اور چی تر دې چاودنی څو ثانیې وروسته د دې عظیمی اورنۍ ټوټې څخه رامنځته کیږی ، هر څه به په خورا شدت سره سوَځوي . د دې پراخ اور څخه به شاوخوا هوا د تودوخی ستری څپې ایجاد کړی او هغه به را پورته کیږی او د شاوخوا ټولو سیمو سړه هوا به د دې اورنۍ پراخی ټوټې مرکز ته راکشوي .
کله چی د باد لویی څپې اور هغو سیمو ته شړي چی هلته لا تر دې دمه اور نه وی جوړ او خپور سوی ، نو هغه به هم د چاودنی د اور سره ګډ سی . د دې چاودنی څخه تر لس ګونو ثانیو وروسته چی په هره خوا کی اور تولیدیږی ، دا ټول به ډیر ژر سره یو ځای کیږی او یو عظیم اور به ترې جوړیږی . هغه انرژي چی د دې ستر اور څخه به منځته راځی د اصلی اټومی چاودنی تر رامنځته سوي انرژۍ به ۱۵ الی ۵۰ ځله زیاته وی . بیا به د اور دغه ستره کِتله ، یا اورنیً توپان ډیر ژر شدید او پراخ سی ، ټوله هوا به خورا توده کړی او په یوه ساعت کی به ۳۰۰ میله سیمه په بر کی ونیسی . دغه کوره به د اورنۍ ستری ټوټې څخه دباندی سړه هوا خپل ځانته په یو ساعت کی د سل ګونو میلو په ګړندیتوب راکشوي . دغه خورا تاوده سوي ځمکني بادونه ، چی د توپان تر طاقت به هم تیز وی ، دا اور به نور هم غلیظ او شدید کړی . د دې اورنۍ ساحې پر بهرنیو څنډو به اړونده باد دومره سخت او توند وی چی درې فټه ضخامت لرونکي ونی به له ریښو راوباسی او له بهر څخه به انسانان دغه اور ته راټېل وهی ( پوري وهی ) .
ځانته راکشونکي دغه بادونه به پر مځکه د ودانیو پر سرونو په افقي ډول لمبې اوروي ، د ښار کوڅې او سړکونه به له اوره ډکوي ، دروازې او کړکۍ به ماتوي او سوَځوی ، او پر هره خوا به اور شیندی چی دا به کله کله په سل ګونو فټه غورځی او هر هغه شی به په ځان کی ننباسی چی مخکی نه وی سوځېدلی .
د دغه اورني شدید طوفان د ځمکنیو بادونو قوت به د ایشېدلو اوبو څخه هم زیات حرارت ولری . د هدف او حملې اړونده منطقه به د اور په یو سخت طوفان سره بدله سی او د دې اورنۍ ساحې پر ټوله شاوخوا به یو تباه کونکی محیط رامنځته کړی .


د حملې اړونده ساحه : د منهاتن مرکزي برخه
 ستره اورنۍ ټوټه به تر ځان لاندی ټولی ودانۍ پوده کړی ( وَرَژوي ) او د حملې په اړونده سیمه کی به د چاودنی یوه پراخه څپه تولید کړی . دغه انفلاق به جګ تعمیرونه ټوټه ټوټه کړی او دننه هر څه به یې د لمر غوندی د توند حرارت په غیږ ورولي چی له امله به یې اور خپور سی او هر څه به سره لمبه سی او سوَځېدونکي مواد به دروی هوری پاشل کیږی ( یعنی د اور باران به وی ) .
د دې عظیمی اورنۍ کتلې څخه راوتونکې رڼا به تر چاودنی وروسته په صرف پنځو دقیقو کی د « امپایر سټېټ بلډنګ » ، « ګرېنډ سنټرل سټېشن » ، « کریسلر بلډنګ » او « سېنټ پاټریک کلیسا » او هم به د هغو په نیم الی څه کم یو میل شاوخوا ساحه کی د حملې د اړونده برخی څخه د سړکونو ډامبر ( قیر ) ویلی کړی ، دیوالونه به وسوځوي او فلزي چتونه به یو مخ ویلی کړی . څه نا څه یوه دقیقه وروسته به چاودېدونکې څپه او هغه بادونه راورسیږی چی سرعت یې په یو ساعت کی ۷۵۰ میله دی ، چی دا به ټولی ودانۍ لوټی لوټی او هواری کړی ، او سوځېدلي موترونه به داسی په هوا کی غورځوي لکه په توند بادي طوفان کی چی د ونو پاڼی په هوا کیږی . په دننه ښار کی به د اورنۍ کتلې په حدودو کی موټرونه او تعمیرونه په لمبو کی چاودی .
د حملې د دې ساحې په څه باندی یو میل واټن کی د « چیل سي » ، « میډ ټاون ایسټ » او « لیناکس هیل » او هم « د ملګرو ملتونو ودانۍ » ټولی به د اورنۍ عظیمی کتلې د رڼا په غیږ ورسي چی په ګرمینه او ټکنده غرمه کی د لمر تر حرارت به لس زره چنده رڼا پر برابره سی چی ټول سوځېدونکي مواد به د ستری اورنۍ کتلې په واسطه وځلیږی او بیا به اور او تود دود ( لوګی ) ترې راووزی .
واښه ، شنه بوټی او د ونی بلګونه ( پاڼی ) به د اور لمبې وی . د مځکی سطح به د سوځونکو ایرو غوندی سی . د ودانیو په دننه کی به ټول احتراقي ( د سوځېدلو وړ ) شیان لکه کاغذونه ، پردې ، فرش او نور به د لمبو خوراک وی . د ملګرو ملتونو په مخکی چی د ژیړو ( برونز ) کوم چتونه دي ټوله به ویلی سی . د مرمرو فرشونه به د اورنۍ کتلې سره تر مخامخ کېدو وروسته ټوټه ټوټه سی ، بیا به ورژیږی څو چی پسی ایرې به سی .
د اورنۍ کتلې تر منځته راتلو څلور ثانیې وروسته به چاودېدونکې څپه همدلته خپره سی . کله چی هغه ترې تیریږی نو د سیمی ټول تعمیرات به د اور په غیږ ورولی او ټوته ټوټه به یې کړی چی له امله به یې داسی ځپونکي بادونه تولید سی چی سرعت به یې په یو ساعت کی ۴۰۰ الی ۵۰۰ میله وی او د څو ثانیو له پاره به دوام کوي . دغه توند او سوځېدونکي بادونه به د ودانیو ساختماني مواد ذره ذره کړی او پر هره خوا به یې وپاشی . دغه هره ذره به د مرمۍ غوندی ورانونکې وی چی نوره تباهي به هم رامنځته کړی . له اور او ذراتو ډک بادونه به دومره توند او شدید وی چی لارۍ موټرونه او بسونه به رغړوی .
د حملې تر اړونده ساحې دوه میله لیری د « آرټ مټرو پولی ټن میوزیم » به د خپلو ټولو تاریخی پرتمینو زیرمو سره یو مخ له منځه یوسی . د حملې تر اړونده ساحې دوه نیم میله لیری په کښتني منهاتن کی د چاودېدونکي څپې تر رارسېدو او د ودانیو تر پاشلو مخکی به « ایسټ ویلېج » او « سټووین سنټ ټاون » د اورنۍ کتلې په واسطه تر ټکنده غرمې ۲۷۰۰ چنده زیات تاوده اوروښانه سی چی ګرمی وړانګې به یې المونیمی چتونه ویلی کړی ، د موټرونو ټایرونه به د اور لمبې کړی ، او د انسانانو پوستونه ( جلد ) به تور سکاره کړی .

د حملې د اړونده سیمی په ۳ الی ۹ میله واټن کی :
مرکزي ښار ( صدر بازار ) د هډسن او ایسټ سیندونو سره یو څه پوله لری او اور به د دې بهاندو اوبو د دواړو خواوو پر پراخه سیمه باندی پر عین وخت راپیل سی ( چی هغه کوینز ، بروکلین او هم جرسي سیټی او ویسټ نیویارک دي ) . که څه هم په دې سیمه کی به د اورنیو بادونو لورئ د نوموړو اوبو په واسطه یو څه بدل سی ، خو د ګاونډ د پراخی سیمی سوځونکیً باد به کټ مټ د منهاتن د مرکزي ښار د اصلی سوځنده باد غوندی وی .
د حملې د اړونده ساحې په درې میله واټن یعنی په « یوني ین سیټی » ، « نیوجرسي » ، « اسټوریا » او « کوینز » کی به اورنۍ ستره کتله د لمر تر رڼا ۱۹۰۰ چنده تیزه وی او حرارتي انرژي به یې پر هیروشیما باندی د اټومی بم د اورنۍ کتلې په نسبت پنځه چنده زیاته وی . د بروکلین په ګرین پاینټ او د کښتني منهاتن په سیویک سنټر کی به هغه کالي چی خلکو اغوستي وی د اورنۍ کتلې پر دغه مسیر به سره لمبه سی یا دا چی ویلی به سی ، لوڅ جلدونه به تور سکاره سی او درېیمه یا څلورمه درجه سوځېدنی به رامنځته کړی .
دا ټول به د اورنۍ ستری کتلې د لومړنۍ جټکې ( رڼا پیښېدلو ) څه نا څه ۱۲ الی ۱۴ ثانیې په بر کی ونیسی تر څو دا هر څه دغه درې میله واټن ته راورسیږی . دلته به د چاودنی څپې څه نا څه درې ثانیې دوام وکړی او داسی بادونه به رامنځته کړی چی سرعت به یې په یو ساعت کی ۲۰۰ الی ۳۰۰ میله وی . د استوګني ټولی ودانۍ به لوټی لوټی او جګ تعمیرونه به سخت زیانمن سی .
اورونه به د حملې د اړونده ساحې په پنځه میلۍ کی هره خوا بل وی . د چاودنی په ۳٫۳۵ میله واټن کی به د هغې څخه تولید سوې رڼا دومره تیزه وی چی د هیروشیما د اړونده اټومي حملې تر دغسی څنډیزه رڼا به دوه ځله زیاته وی . په « جرسي سیټی » ، « کلیف سایډ پارک » ، د کوینز په « ووډ سایډ » ، په « ګورنر آیلینډ » او « هارلم » کی به رڼا او حرارت دومره توند او تیز وی چی په ټکنده غرمه کی به د لمر تر هغې ۶۰۰ چنده ډیر وی .
په دې سیمه کی به د باد سرعت په یو ساعت کی ۷۰ الی ۱۰۰ میله وی . مضبوط او درانه تعمیرونه به لږ ساختماني زیانونه ووینی ، خو ټولی کړکۍ به یې پارچه پارچه سی ، داخلی نازک دیوالونه او دروازې به یې خورا زیانمن سی یا دا چی ټوټه ټوټه به سی . د لرګیو څخه د جوړو سوو کورونو څخه به تور دود ( لوګی ) راوزی دا ځکه چی تختو ، څوکیو ، کوچونو او نورو لرګینو سامانو به یې اور اخیستی وی .
د حملې د اړونده ساحې په شپږ او اووه میله واټن کی یعنی د نیوجرسي د « موناشي » څخه د بروکلین تر « کراون هایټس » پوری ، د یانکي سټیډیم څخه تر کرونا ، کوینز او کراون هایټس پوری به د اورنۍ ستری کتلې رڼا او تودوخه د ټکنده غرمې تر حرارت ۳۰۰ چنده ډیر وی . د دې عظیمی کتلې د مستقیمی رڼا سره د انسانانو د تماس یا مخامخ کېدو په صورت کی به هغوی په درېیمه درجه سوځېدلو مبتلا سی . د دغه تور او شدید باد څپې به د حملې د اړونده ساحې آن په اووه میله واټن کی لا هم ګاونډی سیمی په بر کی ونیسی او د هغومره حرارت سره به مخامخ سی لکه په هیروشیما کی چی د اټومی حملې په ګاونډ کی خلک ورسره مخامخ سوي وو .
د حملې د اړونده ځای په نهه میله واټن یعنی د نیوجرسي په « هېکن سېک » ، « بېیوني » او هم « ریچمونډ هیل » ، « کوینز » او « فلټ لینډز » کی به د اورنۍ کتلې تودوخه د لمر تر هغې ۱۰۰ ځله زیاته وی ، رڼا به یې ډیره تیزه وی چی لومړۍ او دوهمه درجه سوځېدني به رامنځته کړی . د ریږد ضربه به تر چاودني ۳۶ ثانیې وروسته دلته راورسیږی او ټولی کړکۍ او د ودانیو داخلی نازک دیوالونه او دروازې به ولړزوی او مات به یې کړی .

هیڅوک ژوندی نه پاتیږی :
د منهاتن د مرکزي ښار په پنځه الی اووه میله شاوخوا سیمه کی به د صرف لسګونو دقیقو په ترڅ کی هر څه د یو ستر اورني طوفان په غیږ ورسي . د اور دغه ساحه به د ۹۰ څخه تر ۱۵۲ میل مربع ( یا ۲۳۰ الی ۳۸۹ کیلو متره مربع ) پراخه سیمه په بر کی ونیسی . د اور دغه طوفان به د درو څخه تر شپږو ساعتو پوری خپل غضب ترپی . د سیمی د حرارت درجه به په اوسط ډول ۴۰۰ الی ۵۰۰ فارنهایډ ( یا ۲۰۰ الی ۲۶۰ درجې د سانتی ګرېډ ) وی .
د اور تر ختمېدو وروسته به د کوڅو او سړکانو مځکه ( هواره ) دومره ګرمه وی چی موټرونه به آن څو ورځی نسي پر تیرېدای . د نړېدلو او ورانو سوو ودانیو ښخ سوي ناسوځلي مواد به د اور په دې ټوله سیمه کی د هوا سره د تماس له امله آن د اور تر ختمېدو څو میاشتی وروسته لا هم په لمبو کی چاودی .
هغه انسانان چی غواړی پر سړکانو دوری هوری وتښتی ، د اورني سخت او توند باد په څپو کی به لاهو او په لمبو کی به لولپه سی . حتی هغه کسان چی وکولای سی د لویو او جګو بلډنګونو په کښتنیو برخو او زیرخانو کی پناه واخلی ، د هغه اور د توَښ ( توند بخار ) له امله به چی د تناره غوندی به ګرم وی ، ژوندي وسوځی .
اور به ټول ژوند ( یعنی ژوندي اجسام ) تباه کړی او تقریبأ هر شی به له منځه یوسی . د دې اټومی چاودنی څخه فقط څو ساعته وروسته به په دغه لسګونو میله پراخه ورانه سیمه کی د راډیو اکټیف وړانګې راپیل سی چی هغه بیا یوه بله قصه ( او تباهي ) ده .پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery