مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ملي سوداګر د بيکارۍ په وړاندي مبارزه پيلوي .

benawa afghanistan
لودين
د سوداګرو دې ګام ته خلک هم خوشبينه دي او وايې چې نور يې په دې برخه کې دولت ته تمه له منځه تللې ده او د ملي سوداګرو څخه غواړې چې خپله دې ژمنه وفا وکړې .
په کندهار کې ملي سوداګرو د يوې پراخي غونډي پر مهال ژمنه وکړل ، چې په دې ولايت کې به د بيکارۍ د لمنځه وړلو دپاره سرمايه ګذاري زياته کړي څو خلک پر کار سی ، د دې ولايت د اقتصاد رياست د ملي سوداګرو دې ګام ته خوشبينه دی او وايې چې دولت به ورسره بشيړه همکاري وکړي . په هيواد کې بيکاري د ټولو جرمونو مور ګڼل کيږي ، چې د نه شتون له امله يې خلک زيات ځوريږي او دولت يې هم په له منځه وړلو کې پاتي راغلی دی . د کندهار ملي سوداګر که څه هم په وړاندي يې د زياتو پرتو ستونزو يادونه کوي ، خو د يکشنبې په ورځ يې د يوې پراخي غونډي پر مهال ژمنه وکړل ، چې د بيکارۍ د له منځه وړلو دپاره به سرمايه ګذاري زياته کړي او هغه خلک به چې دا مهال د بيکارۍ د روان ناورين څخه ځوريږي په کارونو وګماري . په سويل کې د سوداګريزو خونو مشر حاجي نصرالله زهير ، ملي سوداګرو حاجي اغا ، حاجي عبدالله او يو شمير نورو پانګه والو په هيواد کې د روانو زياتو ناخوالو سرچينه بيکاري وبلل او دا يې اړينه وبلل چې بايد خلکو ته د کار د پيدا کولو په برخه کې ملي سوداګر تشويق او وهڅول سي . نوموړو په خپلو ويناوو کې د بريښنا نه شتون يوه حياتي ستونزه وبلل او زياته يې کړه ، چې د دې ستونزي د هواري دپاره د ملي سوداګرو يووالی زيات ګټورو تماميږي . سوداګرو پريکړه وکړل ، چې د صنعتي پارک د فابريکو دپاره به د ډبرو د سکرو څخه توليديدونکې بريښنا فعاله کړي څو دلته سوداګري پرمختګ وکړي . ملي سوداګرو د يوه پريکړه ليک په صادرلو سره په دې برخه کې د دولت د توجه غوښتنه وکړل او زياته يې کړل ، چې بايد د ملي سوداګرو په وړاندي د يو شمير ډلو او دولتي مسوولينو د مداخلې مخنيوی وکړی . د کندهار د اقتصاد رياست په دې برخه کې د ملي سوداګرو دا ګام ته خورا خوشبينه دی ، د دې رياست رييس محمدرحيم رحيمي له ملي سوداګرو وغوښتل ، چې د ټولني او خلکو اړتياوو ته په پاملرني سره سرمايه ګذارې پراخه کړې . د نوموړي په وينا چې په دې ولايت کې د ملي سوداګرو روانه پانګونه د زيات اهميت وړ ده ، خو غوښتنه يې دا وه چې سوداګر په بيلابيلو برخو کې فابريکي فعاله کړي څو خلکو ته کار پيدا او په هيواد کې رواني ناخوالي کمي سي . نوموړي د کندهار د تازه مېوې دپاره د نوي جوړ سوي مارکيټ ډول وستايه او په دې برخه کې کښلي هڅي د قدر وړ وبللې . د سوداګرو دې ګام ته خلک هم خوشبينه دي او وايې چې نور يې په دې برخه کې دولت ته تمه له منځه تللې ده او د ملي سوداګرو څخه غواړې چې خپله دې ژمنه وفا وکړې . په کندهار کې د بريښنا د نه شتون له امله بيکاري ورځ تر بلي زياتيږي . a
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery