دخپریدو نیټه : 2015-03-29 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د سرحدي وهونکي پوليس نظامي څارنوالي ته معرفي سوي دي .
لودين
د زابل ولايت مقام هغه پوليس نظامي څارنوالۍ ته ور پيژندلي دي ، چې د دې ولايت د پريس کلب مشر او ازاد خبريال احمد ولي سرحدي يې وهلی ډبولی دی .
د زابل مرستيال والي مسعود بختور وايې ، چې د پيښي د څيړني دپاره تحقيقات روان دي او د تحقيقاتو تر بشپړيدو وروسته به وخت په وخت رسنيو ته معلومات ورکوي .
د سرحدي سره د پوليسو فزيکي شخړي د ټول هيواد خبريالان په غوسه کړي دي او دا يې د بيان د ازاداۍ په وړاندي بريد بللی دی .
احمدولي سرحدي وايې ، چې تيره ورځ د امنيه قوماندانۍ پوليسو د هغه راپور پر
سر چې د پوليسو له لوري يې پر يوه شکنجه سوي کس جوړ کړی وو ، سخت تهديد کړی او وهلی ډبولی دی .
امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونی پيښه شخصي بولي او وآيې ، هغه کس چې سرحدي يې وهلی ډبولی دی بندي کړی او تحقيقات ورڅخه روان دي .