مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پکتیا: د تخنیکي زدکړو په موخه له ۲۰۰ شاګردانو ازموینه واخستل سوه

 

په پکتیکا کې د تخنیکي او مسلکي  زدکړو د امریت لخوا د دولسم ټولګیو د فارغینو او هغو زده کوونکو څخه چې د کانکور په ازموینه کې بې نتیجه شوي وو د مرکز شرنې په پوهنتون کې اختصاصي ازموینه واخستل شوه
نن شنبه د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د تخنیکې او مسلکې زدکړو د امریت لخوا ددې ولایت په پوهنتون کې د ادارې او حسابدارۍ او زراعت انستیتیوت د څانګو لپاره له ۲۰۰ زیاتو شاګردانو څخه چې د ۱۲ تولګي څخه فارغان وو او یا هم د کانکور په ازموینې  کې  بې نتیجي شوي وو یوه خصوصي  ازموینه واخیستل شوه .
په دې ازموینې کې د مرکز ښرنې د شاګردانو برسیره د پکتیکا ولایت له یو شمیر نورو ولسوالیو څخه هم ګڼ شمیر شاګردانو برخه اخیستې وه اوپه  ازموینه کې د ادارې حسابدارۍ او زراعت انستیتیوتونو په ټولو څانګو کې لکه اداره او منجمنټ ، تجارت او بانکدارۍ ، محاسبه ، بانکداري ، اګرانومي او باغداري څانګو کې د ثبت نام لپاره ازموینه ورکړه چې د بریالیتوب وروسته به په نوموړو څانګو کې  د دوو کالونو لپاره درس وایي او له دې وروسته به د انتخاب شوې څانګې د پوهنځۍ په دریم ټولګي کې داخل کړای شي .
یادې ازموینې ته ځینو راغلو شاګردانو خبري رسنیو ته د ازموینې په اړه خوښي څرګنده کړه اودا ډول ازموینه یې د شاګردانو لپاره ښه چانس وباله .
د پکتیکا ولایت د پوهنې د ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم واجد له خبری رسنیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پوهنې ریاست به د پکتیکا ولایت د شاګردانو لپاره له هرډول ممکنه امکاناتو څخه کار واخلي او د دې انستیتیونو د شاګردانو لپاره به هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي .
واجد غوښتنه وکړه چې شاګردان باید د وخت او موقع څخه استفاده وکړي او زده کړې پای ته ورسوي ، ده وویل چې د لوړو زدکړو وزارت کال په کال په خپلو قوانینو کې سختي او په خپل جذب کې کموالی راولي، واجد وویل چې په زده کړې سره به انسان د نیکمرغیو څخه برخمند شي .
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د تخنیکي او مسلکي زدکړو امر انجینیر شیراحمد اندړ د انستیتیونو لپاره د شاګردانو د جذب د تعداد په اړه وویل چې سږ کال ورته ۲۰۰ تنه د لوړو زدکړو لخوا معرفي شوي  او ۳۰۰ تنه به دوی د ازاد جذب له لارې د انستیتیونو په مختلفو برخو کې شامل کړي .
د اندړ په قول چې د ازاد جذب پواسطه ورته ۲۰۰ تنو په لومړۍ اختصاصي ازموینې کې مراجعه کړې او ۱۰۰ تنه نور به د یوې بلې اختصاصي ازموینې له لارې د زراعت او حسابدارۍ انستیتیونو په مختلفوڅانګو کې جذب او شامل کړای شي


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery