مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پښتو ژبه او پر وړاندې یې خنډونه


 پښتو ژبه چې په لر او بر سربېره په هندوستان او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې پرې ګڼ وګړي خبرې کوي، د نړۍ له ژوندیو او ښورا مهمو ژبو څخه ګڼل کېږي. پښتو نه یوازې د مېلیونونو وګړو ژبه ده، بلکې په دې کې د پښتنو پت، ښېګڼه، مېړانه، ویاړ، دود، کلتور، ژمنه، وفا او نور ټولنیز کړه وړه هم نغښتي دي. هر هغه څوک چې ځان پښتون بولي، باید ټولو پښتني دودونو، اصولو او نورو اړوندو قوانینو ته غاړه کېږدي. هر چا که له دغو دودونو، قوانینو او اصولو څخه سرغړونه وکړه او د هغې پر خلاف یې ګام پورته کړ؛ دغه کس بې پښتو بولي او له هغه سره راکړه ورکړه نه کوي، له سترګو یې غورځوي او نور ورته هومره ارزښت نه لري.
په پښتني ټولنه کې پښتو ژبه د ټولو هغو کارونو ترسره کولو له توانه برخمنه ده، کوم چې په نورو ټولنو کې یې نور دودیز قوانین ترسره کوي. په پښتني چاپېریال کې د ښو او نېکو کارونو ترسره کوونکیو لپاره مکافات او ستاینې شته؛ یعني خلک ورسره خپلوي او دوستانه پالي، په مړي او ژوندي کې یې خبروي، په غم یې غمجن او په درد یې دردمن کېږي اوپه نورو ملي دودونو کې یې ورسره پالي. هغو چې ددې ټولنې د دودونو او عنعنو پرخلاف ګام پورته کوي، ټولنې او وګړو ته یې زیان اړوي د هغوی لپاره غندنې او مجازات په نظر کې نیول شوي دي؛ یعني دا ډول کسان بیا د هغې بلې ډلې پرخلاف چلند سره مخ کېږي، نو هر څوک چې ځان پښتون بولي باید خپل ځان د پښتانه او پښتونولۍ پر اصولو او چوکاټ برابر کړي.
دا چې پښتو د ژبې ترڅنګ اسلوب او په خپله قانون هم ده، نو ولې ورته کار نه دی شوی؟ ولې دومره وروسته پاتې ده؟ ولې زموږ غټ خېټي او غوړ خېټي په پښتو وېنا او خبرو شرمېږي؟ ولې مو د واک پر ګدۍ ناست چارواکي او واکمن د بیانونو او وېنا پر مهال له پېلنیو خبرو وروسته خپله ژبه اړوي؟ ولې په دولتي او نادولتي ادارو کې راکړه ورکړه په پښتو ژبه نه ترسره کېږي؟ ولې په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې پښتانه وروڼه کله چې له یو بل سره د لومړي ځل لپاره مخ کېږي په پښتو ژبه نه ګړېږي؟ ولې پښتو د ادارې، مارکېټ او بازار ژبه نه ده؟
 دا او دېته ورته نورې په لسګونو پوښتنې مطرح کېدای شي چې د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې پروړاندې خنډونه رابرسېره او د حل لارې ورته وپلټل شي. زه ډېرې داسې بېلګې لرم چې زما د ټولنې او پښتني کورنۍ بچي چې د لېسانس تر کچې اختصاصي زده کړه به یې هم پر پښتو کړې وي، خو له فراغت وروسته یې ورته شاکړې او کله کله داسې هم شوي او کېږي چې د مادي ګټې په خاطر یې له پښتو سره بېخي مخه ښه کړې ده. ځکه چې دی نوره خپله ګټه په پښتو کې نه ویني او د یو څو روپو د لالچ په خاطر یې پر پښتني دودونو او قوانینو پښه اېښې او خپل اصلیت یې په پېسو او مادیاتو کې ورک کړی دی. له ډېره بده مرغه په هېواد کې داسې وګړي هم لرو چې پلرونه او نېکونه یې پښتانه ول او دوی به ژوندي یا به مړه وي، خو بچیانو، لمسیانو او کړوسیانو یې ټولنیزې اغېزې منلي او ددوی هرګام، وېنا او خبرې د پلرونو او نېکونو پرخلاف او ځانونه یې په خړو اوبو کې لاهو کړي دي او د وېنا پرمهال به څه په ګډو وډو درته سر شي، زړه به دې په پښتو ژبه ودردېږي چې له هرې خوا پوښتۍ پکې ورماتوي. نه یې د کلماتو او لغتونو تلفظ پښتون ته پاتې کېږي او نه یې د جملو جوړښت د پښتانه له خولې وتلې وېنا ته ورته وي.
زه له هر پښتون عادي وګړي نیولې بیا تر دولتي او نادولتي مامور، رییس، وکیل، وزیر او له هر لوړپوړي مشر څخه دا هیله کوم چې په بله او نورو ژبو له ګړېدا مو څوک نه منع کوي او نه درباندې بد وايي او نه څوک دا حق لري؛ خو د خدای او رسول په خاطر په خپله ژبه مه شرمېږئ، مه یې هېروئ، مه یې غندئ، مه یې سپکوئ، پرې خبرې، لیکل او لوستل وکړئ. د بازار او مارکېټ په برخه کې له فعالو وروڼو که په رسنیو، مخابراتي او ودانیزو شرکتونو کې په دندو بوخت دي هم دا هیله کوم چې د خپلو انځوریزو، غږیزو او چاپي خبرتیاوو او اعلانونو په برخه کې هم خپلې ژبې ته پاملرنه وکړي. هټېوال وروڼه دې د خپلو دوکانونو د لوحو په لیک کې پښتو ته ځای ورکړي، پلورونکي او پېرودونکي دې په راکړه ورکړه کې خپله ژبه نه هېروي!
وکیل صاحبان دې په پارلمان کې په خپله مورنۍ ژبه په ګړنه، نه شرمېږي د خپلو وګړو غوښتنې او هیلې دې په خپله ژبه له پارلمانیانو سره شریکې کړي. هر پښتون کسبګر که په خپل کار روزګار کې ورځنې خبرې اترې او خپلې چارې په خپله مورنۍ ژبه مخ ته یوسي، نو هېڅکله مو ژبه له یادو تشو سره نه مخ کېږي. په کورنۍ کې مېندې او پلرونه مسؤل ګڼم چې خپل کوچنیان پښتو وېلو، لوستلو، لیکلو او اورېدلو ته وهڅوي او په دې برخه کې عملاً لستوڼي بډوهي او لاس په کار شي. د بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو له عادي کارکوونکي نېولې بیا تر مدیرانو او رییسانو او په ځانګړې توګه ارګوال دې هم په خپلو ورځنیو چارو کې ژبنی انډول په پام کې ونیسي؛ مکتوبونه او پوښتنلیکونه )استعلامونه( دې په دواړو ملي او رسمي ژبو لیکي او لېږي. که دوی دا کار وکړي او که له ما نېولې تر تاسو لوستوالو او په ټولنه کې نورو فعالو وروڼو او خوېندو په خپلو کاري ډګرونو کې د وېنا او خبرو پر مهال خپله ژبه هېره نکړه، نو بیا به په ډېره لنډه موده کې د پښتو ژبې د سترې ودې او ښورا پرمختګ شاهد اوسو انشاء الله.
د همدغو امېدونو د پلي او عملي کېدو په هیله...
زما دنده د افغانستان په یوه داسې څنډه )بامیان( کې ده چې پښتون او په ځانګړې توګه پښتانه زده کړیالان پکې لږکی او ډېر لږ تر سترګو کېږي او هغه چې د پوهنتون په چاپېریال کې شته دي، هغه هم په نورو پوهنځیو کې په زده کړو بوخت دي چې زه ورسره نېغ په نېغه اړیکه نه لرم، خو غېر مستقیم یې د پوهنتون په چاپېریال، بازار یا هم جومات کې د لمانځه پرمهال ورسره ګورم یعنی سر او کار مې له غېر پښتنو وګړو، استادانو او زده کوونکو سره دی. له همدې کبله کله نا کله د ګپ شپ یا هم په رښتینې بڼه د یو شمېر استادانو او نورو دوستانو له داسې چلند سره مخ کېږم چې په حقیقت کې ډېر مې زوروي، پوهېږئ هدف مې د هغو موضوعاتو یادښت دی چې پورته مې د پوښتنو په بڼه له تاسو سره شریک کړل. زما چې څومره له توانه پوره وي په زغرده یې ځوابوم، خو کله چې یوازې شم په خونه کې له ځان سره په فکرونو اخته شم او همدا د زړه وینې خورم چې ولې زما له ژبې سره دومره زور زیاتی روان دی؟ اخر تر کومه به پښتون په درانه او اوږدمهاله خوب ویده وي؟ ولې زما ووړ او ډنګر پښتون چې موړ او د منصب څښتن شي خپله مورنۍ ژبه پرېږدي او په پښتو خبرو شرمېږي؟ دا او نورې ګڼې پوښتنې مې د زړه او مغزو ترمنځ ادلی بدلې شي.
خو زه چې ټوپکوال، ټوپکدار، قوماندان، جهادي، سنګري، څوکېوال، ولسوال، حوزه وال او پکول وال نه یم نو د زړه درد یوازې د قلم په کرښو باسم. دا کومه علمي مقاله نه ده چې له ماخذونو مې پکې ګټه اخیستې وه، یوازې او یوازې یو درد او شخصي نظر مې و چې له تاسو لوستونکو سره مې شریک کړ؛ انصاف یې او تابیا یې تاسو ته پرېږدم چې د لیکنې په هکله څه چې وایئ په لېمو یې منم...
م.ع. څولیزی
 ۷/۱/۱۳۹۴
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery