مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په افغانستان، عراق او پاکستان کې د امریکا په مشرۍ په جګړه کې ۱،۳ میلیونه انسانان وژل شوي

احمد فیصل
د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې په پیل شوې جګړه کې یوازې په دریو هېوادونو کې یو اعشاریه دری میلیونه انسانان وژل شوي دي. د هستوي جګړې د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو یوه ټولنه وايي چې دغه کسان یوازې په افغانستان، عراق او پاکستان کې وژل شوي دي. له ډلې تر ټولو ډېر یې په عراق کې دي چې شمېر یې یو میلیونو تنو ته رسېږي. ورپسې افغانستان دی چې دولکه او شل زره کسان په کې وژل شوي او په پاکستان کې بیا ۸۰ زره کسان وژل شوي. دا شمېرې د هغو شمېرو لس چنده دي چې د رسمي ادارو او تصمیم نیونکو چارواکو له لوري اعلانېږي. په دې کې هغه کسان نه دي شامل چې په یمن، سومالیا، سوریه او لیبیا کې د امریکا او متحدینو په بریدونو کې یې وژل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery