مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حادثه وه

عثمان څولیزی


 ستا د هسک پـه لور خاتـه یـو حادثه وه
 زمـا له غرونـو پـرېواتـه یـوحادثـه وه
 څومره ښه و پـه خوښـۍ ژوندون روان و
 زمـا او ستـا لیده کاتـه یـو حـادثـه وه
 ای بېلتـونـه! دړې وړې او میـرات شـې
 موږ تـرمنځـه دې راتـه یـوحـادثـه وه
 څـه خبـرې چـې یو بل تـه مـو کولـې
 هغه راز بـه مـو سـاتـه یـو حـادثـه وه
 څلور کالـه د یوچـت ترسیـوري لانـدې
 پـه یـو وره ننـواتــه یـو حـادثـه وه
 زما او ستـا خو د یو بـل زړګـي کې کور و
 دا لـه زړونـو مو واتـه یـو حـادثـه وه
 څولیزی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery