دخپریدو نیټه : 2015-04-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشرغني: د ماین پاکۍ موسسې دې د افغانانو له ظرفیتونو ګټه واخلي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د ماین پاکۍ د موسسو له مسئولینو غوښته کړې چې د افغانانو له ظرفیتونو ګټه پورته کړي. نوموړي د دې موسسو له مسئولینو سره په کتنه کې ویلي چې د دوی د کار بڼه، پلي کېدونکي پروګرامونه او د پلي کېدو وخت یې باید واضیح وي. د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې ولسمشر د موسسو له مسئولینو غوښتنه کړې چې د افغانانو له ظرفیتونو څخه دې ګټه پورته شي چې په دې ډول پر بهرنیو کارکوونکو اتکا کمه شي.