مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

شهیدی فرخنده ته)

الکوزی

 

زما ګرانی خوری ستا له چیغو او زارو نه قربان
 ستا پاکی وینی تودو اوښکو او سلګو نه قربان
 څو لنډه غرو لیونو سپو بی حجابه کړی نن
 ستا ببر سر، سوی بدن او لوڅو پښو نه قربان
 ته د کوډګر اود سحر ګر د خولی خوراک شولی نن
 مور دی شوه بوره ستا کفن او جنازی نه قربان
 ستا شهادت به پدی خاوره انقلاب راولی
 ای ګرانی خوری ! ستا دبدن تورو لمبو نه قربان
 دوی به هم ویاړی چی یی کار د شهامت وکړ نن
 دابی غیرته کوڅه ډب ستا له غیرته قربان
 دا بی همته تل په بازار همیش تور سری داړی
 ددوی په څیر داسی سلها ستا له جوهره قربان
 ددوی څیری پدی دنیا ددوزخی ښکاری نن
 ستا د سپین مخ له نور او داسی سپین سحره قربان
 کاش او افسوس چی لږ خبر خو له اسلامه وای دوی
 ستا په سینه کښی دفن شوی سپین قرآنه قربان
 دا فاسقان غوږ ګوری نه تل په پیشو پسی ځغلی
 ستا داړل شوی ببر سر او سور ټټره قربان
 دداسی خواری او بیوزلی سینه سپر کړی فضلی
 له فرخندی غوندی خورکی سل بی هنره قربان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery