مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د يمن د جگړې په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

 
 

له ټولو هېوادوالو سره ئې شريک کړئ !

د ايران د شرارتونو د مخنيوي لپاره هري اغېزمني ملگرتيا ته چمتو يو

تهران اوس له افغانستان، عراق، سوريې او لبنان وروسته په يمن كي شرارتونه پيل كړي، د يمن په خونړيو پېښو كي لاس لري او د مسلمانانو په خلاف د مفسدينو، ملحدينو او اسلام ضد ځواكونو ملگرتيا كوي، همغسي لكه چي زموږ په هېواد كي ئې فتنې راولاړي كړې، د جگړو اور ته ئې لمن ووهله، له روسي او امريكايي يرغلگرو سره ئې ملگرتيا وكړه، نه پرېږدي چي زموږ په هېواد كي جگړه پاى ته ورسېږي او صلح تأمين شي.

موږ ټولو هغو لوريو ته چي د تهران شرارتونو تنگ كړي او د جگړو اورونه ئې د دوى په هېواد او سيمه كي بل كړي؛ بلنه وركوو چي په گډه د دې شرارتونو مخنيوى وكړي. افغانان همغسي چي په افغانستان، عراق، سوريې او لبنان كي د ايرانيانو لاسوهني غندي؛ د يمن په جگړو كي هم د ايران تگلاره په كلكه محكوموي، د يمن له مسلمان ولس خپل ملاتړ اعلانوي او د هغو عربي هېوادو له دې دريځ هم حمايت كوي چي د ايران د لاسوهنو د مخنيوي لپاره د مسلمانو يمنيانو ملاتړ كوي.

كه عراق او يمن ته د تگ امكانات وى نو په زرگونو افغان مجاهدين به د ايران د شرارتونو د مخنيوي او د خپلو مسلمانو وروڼو د دفاع لپاره هلته تللي وو.

ټولو مسلمانانو ته په كار ده چي د ايران او هغو اسلام دښمنو ځواكونو په ضد متحد شي چي تهران د اسلامي امت په خلاف استعمالوي.

حزب اسلامي افغانستان

15 حمل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery