مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دپارلمان او وکیلانو ته‎

 


 


ډاکټر الکوزی‎


د افغانستان پارلمان او وکیلانو ته
 سره او سپین پکښی خر څیږی پارلمان زموږ دوکان
 ځوان بوډا پکښی را ټول دی دا د سرو زرو دی کان
 دوی په نرمو څوکی ناست وی څوک بیده څوک صرافی کړی
 د افغان د فریاد ځای دی او که دا شهر نا پرسان
 چاته زنګ له ایران راشی څوک غلام د پاکستان دی
 دا پنځه که پکښی پاک دی هغه هم هک پک حیران
 په والله که د پنځو خرو کړی وربشی سره بیلی
 آرایش ته یی چی ګوری دا هوټل د شبستان
 چی یی کښینوی کمری ته مملکت به دی در جوړ کړی
 دا خو کور ددی ملت دی لیونی ورته حیران
 سره ټول شی چی سبا به د وزیر څرمن اوباسو
 شپه چی تیره شی سبا شی وزیر نه دا وزیر خان
 د چا زوی ورته ریس کړی چاته ورکړی یو شراب
 هر څه هیر شی زیړی لمر شی بیا دوی سپین شی لکه سان
 چی یی ګیډه لږ خالی شی په والی پسی به ځغلی
 ځی چی ځو والی خا ین دی وریا دیږی یی پسان
 خدای ورکړی رڼا ورځ ده دا زموږه وکیلان دی
 حق باطل کړی باطل حق کړی دا د خلکو قاتلان
 چی پیسی د کړی وریادی د میرګی دوره پری راشی
 وایی څوک درته په دار کړم سمدلاسه جلادان
 وزیر هسی په عذاب کړی ډیر کارونه پری قبول کړی
 دوی شریک دی په هر څه کښی دا د چوک لوی ګڼکپان
 د وکیل نوم که تعریف کړی پدوی موږه وشرمیږو
 ولی داکار خو دوی نکړی دي خلاف د خپل وجدان
 د اوولس وینی دوی پلوری دي دهر جرم عامل
 هر خلاف عمل چی کیږی دغه ټول یی استادان
 دوی له چاه ونډه اخلی د ویدو په ښآر کښی اوسی
 د ځنګل قانون یی جوړ کړ اوس دوی ټول قانون پوهان
 اکثریت یی را معلوم دی چي په چل او ول را غلی
 خپله غله دی را ټول شوی ټول فاسق او فاسدان
 له قاتل سره یی تول کړه دوی همیش درانده پری خیږی
 ځکه دوی د فساد جرړی د هر قتل عاملان
 وکیلان مو دی لمر مخی د ډالر و اړخ ته ګوری
 موسسین د سوخته پل دی د پوډر کار او باریان
 سوخته پل پر دوی آباد دی پوډری به چیرته اوسی
 دوی که نه وای وکیلان دغه پل به اوس ووه وران
 زموږ عسکر سینه سپر کړی په سرو وینو کښی لمبیږی
 د هغوی ډوډی همدوی خوری لنډ کروزر پری دی روان
 پارلمان ته رهنما ده خرڅ، کرایی، ګروی کښی ګوره
 دا تنحواه ددوی شه زهر هم رسوا شی په جهان
 مطمعٌن شی چی څوک شته د قهار جزا به ګوری
 د مرګی کاروان مو هیر دی په لار درومی د شیطان
 ټول کم اصل را ټول شوی اصل نسل مو ورک شوی
 په شخصی ګټو پسی درومی چی بلډینګ یی شی ودان
 فضلی دا بیشرمه کور شو نه حیاه هم نه غیرت شته
 د اوولس امید مو قطع ودان شوی کور مو وران

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery