مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالباري جهاني او ولسي جرګه


سردار محمد همدرد کابل


که څه هم د ملي يووالي د حکومت د کابينې په ځنډ د خلکو اندېښنې ډېرې سوې او له حده واوښتې خو د ولسمشر او اجرايه مشر لخوا د کابينې جوړېدل او په کې ټولې نوې څېرې معرفي کول د خلکو لپاره جالبه وه.
د کابينې پر سر مخالفتونو اوږد وخت ونيو، د هېواد حالات يې نازک کړ او په ټول هېواد کې نا امني خپره سوه، خو بيا هم په ډېرو زورونو، تاويلو او ماويلو دا دی کابينه په بشپړېدو ده چې ځينې نوماند وزيران د پارلمان رايو ته شېبې شماري.
په نوې کابينه کې ښه خلک هم سته خو داسې خلک به هم پکې وي چې دا ولس ترې ښه خاطره نه لري.
مخکې مې هم يوه ليکنه کړې وه او له ولسي جرګې مې هېله کړې وه چې د هېواد روانو حالاتو په کتو دې د کابينې پاتې غړو ته د باور رايه ورکړي، ترڅو هېواد مو د نوي حکومت له نوي پرمختګ برخمن سي.
په نوې کابينه کې ځينې سپېڅلي او د کار خلک هم دي او وړتيا يې تر وزارت هم لوړه ده. د هېواد نامتو شاعر، ليکوال او ژباړن عبدالباري جهاني په نوې کابينه کې هغه نوماند وزير دی چې د جهان افغانان او پښتانه يې پېژني، پر پاکوالي او سپېڅلتوب يې باور لري او د خدمت جوهر يې په بدن کې ويني.
د ملي يووالي د حکومت دا پر ځای او نه  هېردونکې ټاکنه ده چې د اطلاعات او کلتور وزارت لپاره يې ښاغلی جهاني نومولی دی.
عبدالباري جهاني شاعر دی، ليکوال دی او ژورنالېست دی، نږدې شپږ لسيزې يې تر شا تېرې کړي دي، د خپلې ژبې او کتلور د پاتې والي خنډونه ورمالوم دي او د پرمختګ پر لارو يې غور کړی دی،
هسې خو هم جهاني د افغان ملت ته او ژبې ته خپل مسؤليت ادا کړی دی، غاړې يې خلاصې کړي دي، د خلکو د زړونو خبرې يې تر نړۍ رسولي او د نړۍ خبرې يې هېوادوالو ته ژباړلي دي.
دغه راز يې ولس په ولسي ژبه پوه کړی دی، ولسي کيسې يې کړي دي.
جهاني چې خپله شاعر دی، کلونه کلونه يې په کلتوري مسايلو فکر کړی دی او د هېواد د نورو ليکوالو او شاعرانو په څېر يې د کلتور ژوندي ساتلو، کلتوري يرغل، ملي شتمنيو او په ټوله کې د فرهنګ د ودې لپاره دلۍ دلۍ ارمانونه پر زړه پراته دي.
زموږ په ټولنه او هېواد کې يوه اصطلاح ډېره مروج ده او ډېره ويل سوې او تکرار سوې هم ده: (( کار بايد اهل کار ته وسپارل سي.)) نو هغه يې دغه شان خلک ياد کړي دي او همدغه وخت دی، هر چا ته بايد هغه کار وسپارل سي چې کولی سي او پرې پوهېږي.
د عربي ژبې د يوې غوره وينا ژباړه ده: ((د هر کار لپاره خپل خپل خلک وي چې سرته يې رسوي)).
نو رښتيا هم چې جهاني صيب د اطلاعات او کلتور وزارت لپاره وړ شخص دی، پر ځای ټاکنه ده او ډېرې هېلې او تمې ترې کيږي.
ولسي جرګې ته پکار ده چې د خپل افغاني کلتور د ساتنې او پياوړتيا په خاطر د افغاني فرهنګ د غوړېدو په خاطر دې عبدالباري جهاني ته د باور رايه ورکړي او د دغه وزارت پر څوکۍ دې يې کښېنوي.
داسې وختونه او زمينې ډېرې کمې پيدا کيږي چې وړ شخص ته دې د خپل مسلک او وړتيا سره سمه څوکۍ ور ورسېږي او خدمت وکړي.
عبدالباري جهاني تعريف ته اړتيا نه لري چې زه د هغه پر شخصيت او هنر خبرې وکړم. خو ټول ولس په دې ډاډه دی چې پارلمان به په ډېره لويه شمېره نوموړي ته د باور رايه ورکړي او همدغه د ولس هېله هم ده.
که چېرې ولسي جرګه عبدالباري جهاني چې پاک او سپېڅلی انسان دی، د باور رايه ورته ورنکړي نو دا به د افغان ولس سر د پارلمان ستره جفا وي او دا به هم څرګنده سي چې رښتيا هم زموږ ولسي جرګه معامله ګره ده او نه غواړي چې کار اهل کار ته وسپارل سي.
درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery