مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسي جرګه نن کاندید وزیرانو ته رایه ورکوي

احمد فیصل
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي نن به پاتې کاندید وزیرانو ته د باور رایې د اخیستلو لپاره صندوقونه کیږدي.د دې جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي ویلي که تر شنبې ورځې پورې اطلاعاتو کلتور وزارت ته د کاندید وزیر اسناد بشپړشي نوموړی به هم خپل پروګرام تشریح او ورته به صندوق کیښودل شي.په عین حال کې یو شمېر افغان څېړونکي ټينګارکوي چې د ولسي جرګې غړي باید د کاندید وزیرانو د وړتیا او تخصص په پام کې نیولو سره دوی ته د باور رایې ورکړي.د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو به هڅه وکړي چې دا ځل اکثره کاندید وزیران د باور رایې واخلي.د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیراحمدزي ازادۍ راډيو ته ویلي چې د شنبې په ورځ به ۱۵ کاندید وزیرانو ته د باور رایې د اخیستلو لپاره صندقونه کېښودل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery