مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د جلال اباد ځانمرګي بريد کې ٢٢ کسان وژلي او ٥٠ ژوبل دي

احمد فیصل
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار د کابلبانک مخې ته په ځانمرګي بريد کې ٢٢ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ژوبل شوي دي.تر دې ځانمرګي بريد څو دقيقې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته څېرمه د ډولکي بابا زيارت کې هم چاودنه وشوه٩.دا چاودنې نن (د وري ٢٩مه) سهار شاوخوا اته بجې او ١٠ دقيقې يو په بل پسې شوې دي.عيني شاهدان وايي چې لومړۍ چاودنه د ښاروالۍ تر څنګ د کابلبانک دفتر مخې ته د يوه موټرسايکل بم په وسيله شوې ده.د ننګرهار د امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د پېښې په ځاى کې وويل چې د موټر سايکل په وسيله ځانمرګى بريد شوى دى.هغه زياته کړه، چې په دې بريد کې ٢٢ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ژوبل شوي دي چې پکې ماشومان هم شامل دي او ډېرى يې ملکي وګړي دي.تر دې مخکې د محمد ايوب په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې ګڼ خلک د کابلبانک د تلاشۍ غرفې مخې ته ولاړ وو.هغه زياته کړه،ياده پېښه د دغه ښار له ګڼې ګوڼې په ډکه ساحه کې رامنځته شوې چې مارکېټونه او دوکانونه هم په کې ډېر دي.دى وايي: ((تر چاودنې وروسته لسګونه کسان چې مړي او ټپيان وو، هر لور ته پراته وو او تر نيم ساعت پورې امبولانسونه هم نه وو ور رسېدلي. تر لومړۍ چاودنې څو دقيقې وروسته په دوه سوه مترۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تر څنګ د ډولکي بابا په زيارت کې دويمه چاودنه هم وشوه.د زيارت يو منجاور محمود وايي چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ټپيان شوي دي.د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي دواړه چاودنې تاييد کړې، خو نور معلومات يې نه درلودل.تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا نه دى اخيستى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery