مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-18   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : پر۲۰۸۰ هکټاره ځمکه کرل سوي کوکنار اړول سوي دي .

لودين
په کندهار کې د کوکنارو د اړولو کمپاين پاى ته ورسيدى ، خو په دي ولايت کې د کوکنارو د کر کچه ٣ سلنه لوړه سوي او د کوکنارو څخه د حاصلاتو اخيستلو لړۍ روانه ده.له بلي خوا چارواکي وايې چې د کوکنارو د اړولو لپاره مرکزي حکومت ډېر لږ امکانات ورکړي وه. په داسې حال کې چې دا مهال د کوکنارو څخه د حاصلاتو ټولولو لړۍ روانه ده. د کندهار د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي ريس ګل محمد شکران د کندهار ميوند، ژړۍ او پنجوايې ولسواليو د وروستي کمپاين پر مهال وويل چې د کندهار په کچه دوه نيم زره هيکټاره د کوکنارو اړولو هدف(ټارګيټ) ورکول سوى وو او زياتوي چې له دي شمېر څخه يې دوه زره او اتيا هيکټاره مات کړي دي. نوموړي وويل ، چې د کمپاين پر مهال تر ټولو لويه ستونزه د امکاناتو کمبود وو په داسې حال کې چې دوى ته ورکول سوى هدف پوره نسو. هغه وايې چې په کندهار کې زيات کوکنار کرل سوي وه او دوى وتوانيدل چې په ډېرو لږو امکاناتو ډېر کار وکړي. د څه باندي ٢٠٠٠ هيکټاره کوکنارو څخه ١٤٠٠ هيکټاره يې په ميوند ولسوالۍ کي له منځه تللي دي. د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي ريس وايې چې د ميوند په ولسوالۍ کي ډېر کوکنار کرل سوي وه ځکه خو په همدي ولسوالۍ کي زيات کوکنار هم اړول سوي دي.پر همدي مهال د ميوند ولسوالۍ سرپرست امنيه قومندان سمونمل سلطان محمد وايې چې ددي ولسوالۍ په هغه سيمو کې يې کمپاين تر سره کړى دی ، چيري چي د وسله والو طالبانو حاکميت وو. هغه وايې چې شاوخوا ٣٠٠ هغه برمي(باوړۍ) يې تخريب کړي چي پري زرګونه جريبه کوکنار کرل سوي وه او د کوکنارو ډير کرونکي د وسله والو طالبانو قوماندانان وه . دا په داسې حال کې چې د سويلي حوزي په کچه سږ کال د نشيي توکو په کر کي ٧ سلنه زياتوالى راغلى ، چې يوازي په کندهار کې يې د زياتوالي اندازه درې سلنه ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery