مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: اجازه به ورنه کړو چې له خاورې يې د ګاونډيانو پرضد استفاده وشي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني ايران ته په سفر کې له دغه هېواد سره د افغانستان د اړيکو پر پراختيا د ټينګار ترڅنګ ويلي، افغانستان اجازه نه ورکوي، چې له خاورې يې د ګاونډيانو پرضد استفاده وشي. ولسمشر، پرون سهار د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ او د تهران په سعداباد ماڼۍ کې د ایران د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني له لوري ورته د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی ویل شوى دى. د افغانستان د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوو د دوه اړخېزو کتنو په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیمه يیزو مسئلو په شمول په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا او د یو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په اړه بحث او مذاکرې وکړې. په خبرپاڼه کې زياته شوې ولسمشر غني ویلي چې د کډوالو مسئله زموږ لپاره حیاتي ده؛ له همدې امله د افغانستان کابینې د مهاجرینو عالي کمیسیون جوړ کړی دی. دی وایی حکومت یې غواړي چې افغان کډوال ثبت او راجستر شي او تدریجي او داوطلبانه ډول هېواد ته د بېرته راستنېدو زمینه ورته برابره شي. نوموړي، داعش یو ګډ جدي خطر وباله او له جرمي اقتصاد سره د مقابلې لپاره یې پرلا ډېرو سیمه يیزو همکاریو ټینګار وکړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery