مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چاودنې په کندهار کې ۶ تنه وژلي

احمد فیصل
په کندهار ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ١٤ نور ژوبل دي. ددغه ولايت امنيتي سرچينې وايي چاودنه نن سهار په شاوخوا اته بجو شوې ده. سرچينې زياته کړه، پوليسو له بېلا بېلو سيمو څخه ترلاسه شوي چاودېدونکي توکي لېږدول، چې د اتمې حوزې اړونده د ميرويس مينې په سيمه کې پرې وچاودل. امنيتي سرچينې وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې په ټپيانو کې اوه پوليس او اوه ملکي وګړي دي. عیني شاهدانو ویلي چاودنه ډېره زوروره وه، چې له امله يې د سيمې تر ٢٠ زيات کورونه يې هم نړولي دي. دوی وايي يو شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي او کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery