مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-21   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار ښار کي چاودني ٢٣ تنو ته مرګ ژوبله واړول.

لودين
نن سهار څه کم اته بجې ، د کندهار ښار د اتمي امنيتي حوزي اړوند په يوه امنيتي پوسته کې دننه چاودنه سوې ده . دا چاودنه د بابا غازي غونډۍ د امنيتي پوستي په دننه کې د بېلا بېلو سيمو څخه را يو ځاى سويو چوونکو توکو زېرمې کړي ده. د کندهار د امنيت آمر رحمت الله اطرافي د پېښي په ځاى کي خبريالانو ته وويل چې ددي پېښي تر شا د چا او کومي ډلي لاس نسته. نوموړى وايې چې په دي پېښۀ کې پنځه تنه پوليس او پنځه تنه ملکيان ټپيان سوي دي او يو تن ملکي وژل سوى دى. هغه وايې چې چاودنه ډېر زوروره وه ځکه يې د امنيتي پوستي او شاوخوا ملکي کورونو ته زيانونه اړولي دي. له بلي خوا د کندهار د ميرويس روغتون يو تن ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط وايې چې ددي پېښي څخه روغتون ته دوه وژل سوي او ٢١ تنه ټپيان ور وړل سوي دي. روغتيا پالان وايې چې وژل سوي دوه ملکيان يو نارينه او بل ښځينه دى او په ټپيانو کي اته تنه پولييس او ديارلس تنه ملکي کسان دي. په سيمه کې يو شمير کورونه هم ويجاړ سوي دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery