مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په نیپال کې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر یو نیم زر کسانو ته رسېدلی

احمد فیصل
د نیپال دولت ویلي چې په دغه هېواد کې د زلزلې له کبله د وژل شویو شمېر یو نیم زر کسانو ته رسېدلې دی. د نیپال د اطلاعاتو وزیر ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې دغه کچه ښايي دری چنده شي، ځکه لا هم ګڼ خلک تر نړېدلو ودانیو لاندې دی. تېره شپه هم ګڼو نیپالیانو له کورنو د باندې په سړه او باراني هوا کې تېره کړه. پرون په نیپال کې د ریختر په کچه اووه اعشاریه اته درجې زلزله وشوه. شینهوا خبري اژانس د نیپال د کورنیو چارو د وزارت له قوله ویلي چې د دې زلزلې له کبله ۱۸۰۰ کسان وژل شوي او ۴۷۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery