مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پېښور کې تېز باد او باران ۲۳ تنه وژلي

احمد فیصل
د خيپر پښتونخوا په پېښور ښار او نورو سيمو کې د تېز باد، باران او سېلابونو له کبله ۲۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپيان دي. چارواکي وايي د يکشنبې پر ماښام د تېز باران او باد له کبله کورونه رالوېدلي او داسې ښکاري چې زيات شمېر کسانو ته په کې ژوبله اوښتې ده. چارواکي وايي په نوښار کې دری کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دی. بل خوا چارسده کې څلور کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. د پاکستان لومړی وزير نواز شريف پېښور کې د باران او سېلابونو له کبله د وژل شويو کسانو په اړه خواشينی څرګنده کړه او د خيبر پښتونخوا له حکومت يې وغوښتل چې زيانمنو کسانو سره په چټکۍ مرسته وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery