مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

تازه خبر : د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر غلام جيلاني پوپل سو .

لودين
تازه خبر : د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر غلام جيلاني پوپل سو . څلورم تعقيب : بينوا ويب پاڼي هغه مکتوب تر لاسه کړ ، چې له مخي يې غلام جيلاني پوپل د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مشر ټاکل سوی دی . غلام جيلاني پوپل د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه د کډوالۍ پر مهال په پاکستان کې د کډوالو په يوه پروګرام کې دنده ترسره کړې، تر هغې وروسته يې د ملګرو ملتونو په يوه اداره کې دنده ترسره کړې ده. په هېواد کې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدوروسته هېواد ته ستون سو او د ماليې وزارت د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کړه. له هغه وروسته بيا د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه پاتې شو او بيا په ١٣٨٨ کې يې استعفا ورکړه. د ولسمشر غني په نوي حکومت کې ماليې وزارت ته کانديد سوى و، خو تر دې مخکې چې ولسي جرګې ته معرفي سو، له خپلې کانديداتورۍ تېر سو. هڅه کوو چې د کندهار او هرات دپاره د نويو ټاکل سويو واليانو د مقررۍ مکتوبونه هم ژر تر لاسه کړو .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery