مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-28   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دپاکستان پروړاندي سياسی احتياط اومعين دريز ډير اړ ين بولم!

دافغانستان اوسنۍ حالت ډير دردونکی برېښې ،هره ورځ دپارلمان نه نيولې ،دولتی چارواکي اوعام خلک سرټکوي اوهر يو داخبره کوی چي دښمن دهيواد دمختليفو سيموداشغال وړتيا ترلاسه کړې ،امنيت دهرې ورځې په تيرېدوسره ټکنی کيږي . دې خبرو پدادسي حال کي زور اخستۍ چي څه موده وړاندي محمد اشرف غنی پاکستان ته يو تاريخی سفروکړی . اشرف غنی پاکستاني لوری ته ددوستۍ لا س وروغځاوه ،خو پاکستاني چارواکوداځل هم دتل پشان ددې پرځاي چې ددوستۍ دغځول سوی لاس درناوی یې کړی واي داشرف غني دحاکميت پرخلاف یې دادۍ دروزل سوو طالبانو لخواچې اوس یې لادداعش په نوم ډله هر ورسره يوځاي کړه (( دعزم )) په نوم دپسرلنيو پوځي عملياتو پيل اعلان کړ .دپاکستانی چارواکو داسياسی ژست اوحرکت اشرف غنی ته هغه ډالی وه چې خپله یې برابره اوتنظيم کړه وه ،ددې ډالی په پايله کي چې امنيت یې ټکنی کړ له يوې خوا دهيواد په يوشميرسيموکي ولسونه له امنيتی ستونزو اوکړاونو سره مخامخ سول اوله بلې خوایې داشرف غني سياسي سيالانوته چې يوازي ددولتي واک تږی دي اودې موخې ته رسيدولپاره له هرې وسيلې اوامکان څخه استفاده کوی تبرته لاستی ورکړاوهغوي اوس هرچيري همدا يوه خبره کوی چي داشرف غني سياست ناکام اوخپله دنده بايد پرېږدي .داسي اوازې مې هم ترغوږوکيږي چې پر اشرف غني داډول فشارونه چې له واک نه لاس په سرشي په ماهرانه بڼودهرې ورځې په تيرېدوزياتېږی . اميدواريم چې اشرف غنې هوښيار اوماهردوستان اويوکاری گروپ ولری ترڅو دکورنيو اوبهرنيو ناخوالو په وړاندي ورته معقوله مشوره ورکړی ،له هرډول عجلې اوبې تدبيره حرکت اوخبري نه جدی ډډه وشي . موږ تل داخبره کړې چي پاکستانی چارواکی ، دافغان چارواکو له سياسي ضعيف دريز نه دافغان ولس پر پرخلاف دخپلوسياسی گټوترلاسه کولو په برخه کي استفاده کوي ،ځکه خوډيره اړينه ده چې زموږ دولت د دپاکستان پروړاندي دقيقه او اساسی کړنلاره ولري . پاکستان زموږ سره په سياست اوسياسی معاملوکي هيڅکله هم صادق ندی .ښه بېلگه یې داده چي پاکستاني چارواکو اشرف غنی ته دومره ځان ورنږدې کړ چې هغه ددوي پرحرکتونو او ويناوو باورپيداکولوپه فکر کي سو ،خوسمدواره یي دادۍ گوروچي اشرف غنی یې دټول صداقت سره داسي يوي جگړه ماری لوبي ته راوباله چي په ټول هيوادکي یي ورته دجگړې اور بل کړ .داده دپاکستانی چارواکوددوستۍ اصلی څېره .پاکستان بايد دسياسي مذاکراتوپرهغه ميز گونډه شي کوم چې دنړيوالو لخواپه افغانستان کي ددايمی سولي اوثبات راوستولپاره رابلل سوی وي . که نړيوال زبرځواک وغواړی په افغانستان کي سوله راسې بېله جگړې په ډيره ساده بڼه راتلای اوپاکستان دخپل دې افغان دښمنه سياست اولجاجت نه لاس پرسرکولاي سي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery