مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اووم او اتم د ثور؛ تېروتنې، د طالب او حکومت پام

 

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

که سم او مناسب قضاوت وشي، په کا رده چې په زغرده وویل شي چې اووم  د ثور ۱۳۵۷ ل  او اتم د ثور ۱۳۷۱ ل   دواړه ورځې د افغانانود بېلابېلو ګوندونود مشرانو تېروتنې پکې جوتې دي، په دومره توپير سره چې اووم د ثور کمونسټانو کودتاه وکړه او بیا د وینو ويالي وبهیدلي، تر يو میلیون ډیر افغانان شهیدان ، تر يو نیم میلیون پوري افغانان معیوب  او په میلیونو افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شول.

اووم د ثور د کمونسټانو خونړۍ کودتاه

اووم د ثور ناورین او تورې ورځې اړوند ډیر څّه لیکل شوې، همهغه اووم د ثور له امله ده چې نن هم افغان ولس په وینو کې لمبیږي، له وینو سره لوبې کیږي، د افغان وینه دومره وړیا ده چې د نړۍ په هر هیواد کې يې وینه او هویت نږدې ارزښت له لاسه ورکړی دی.

اووم د ثور و چې اتم د ثور يې وزیږاوه، که پر اووم د ثور د کمونسټانو کودتاه نه وای شوې، اتم د ثور ته به اړتیا نه وای پيدا شوې، اووم د ثور و، چې خونړيو کودتاو ته يې لاره پرانستله، اووم د ثور و چې د علماو سپکاوی او توهین پکې عملي شو، اووم د ثور و چې خالق اومخلوق دواړو ته په کې سپکاوی کیدی، اووم د ثور و چې په هرات کې په يوه ورځ کې ۲۴۰۰۰ مسلمانان قتل عام شول، اووم د ثور و چې جېلونه يې په افغانانو ډک کړل، اووم د ثور و چې د مسلمانانو څخه نوکان او څرمني وایستل شوې، اووم د ثور و چې ډلئیز مرګونه او قبرونه يې ډک کړل، اووم د ثور و چې  افغاني کلتور ته پکې سپکاوی او شرقي کلتور ته درناوی پکې کیدی.

اووم د ثور و چې د خلکو جایدادونه او شتمنۍ په زور سره ورڅخه واخستل شوې، اووم د ثور و چې زموږ د کلي غریب  سړي برنو اکا زموږ مشران سپکول، اووم د ثور و چې په لینن درود وویل شو، اووم د ثور و چې په بسم الله باندي رشخند وهل کیدی، اووم د ثور و، چې د بې خدا تخصلونه پکې پيدا شول، دکمونسټانو  اووم د ثور کودتاه وه، چې دوخت ولسمشر سردار داوود يې د هغه له کورنۍ سره په ارګ کې ووژل ،  او بالاخره اووم د ثور و چې  د افغانانو انځور يې د نړيوالو له پاره ناسم ترسیم کړاو تر نن ورځې يې موږ بد نتایج زغمو.

اتم د ثور د مجاهدینو کامیابي

اتم د ثور لویه تېروتنه د مجاهدینو د مشرانو وه چې په يو واحد حکومت يې توافق نظر ونه کړ، او هرې ډلې غوښتل چې واک د زور د لارې لاسته راوړي، همهغه و چې پر اسلامي حزب د نظار شورا وار له مخه کړ، کابل ته ننوتل او اتم د ثور د خپلمنځې اوکورنۍ جګړې بله پېلامه شوه.

اتم د ثور د مجاهدینو د کاميابۍ ورځ، د کمونسټي نظام د ړنګیدو ورځ، د شوروي اتحاد د دړې وړې کیدو ورځ، او د مسلمانانو، د هغه وخت د پاکو مجاهدینو او مهاجرینو د ویاړ ورځ وه، زموږ د هغې ورځي لذت اوس هم له یاده نه دي وتلي، خو متاسفانه چې ومو نه شوای ساتلی. یو په بل پسې د مجاهدینو مشرانو تېروتنې وکړي، چې جګړه اوږده شوه، او د مجاهدینو ویاړونه يې تر سوال لاندي راوستل، د کمونسټانو جنایتونه د مجاهدینو د خپلمنځې جګړو تر سیوري لاندي پټ شول.

زما ښه یاد دي چې کله مجاهدینو خپل د کاميابې ورځ ۸ د ثور په دویم کال ۱۳۷۲ ل کې په ننګرهار کې لمانځله، موږ  دننګرهار پوهنتون تر سلو زیات محصلین هم په رسم ګذښت کې د تیریدو له پاره انتخاب شوې و، هم هغه ورځ هم په نورو ولایتونو کې جګړه وه، عزتونه لوټ کیدل، غلا کیدله او ولس له ډول ډیر غمیزو سره مخ و، ددې پرځای چې خوشالي وکړو، باور وکړئ چې سترګې مې د خفګان  له اوښکو ډکې وي.

دا هم د یادونې وړه ده اسلامي حزب چې يو منظم او لوی ګوند و، د ډاکټر نجیب الله د حکومت سولئیز انتقال يې اسلامي حزب ته ونه مانه ، ډاکټر نجیب الله له بېلابېلو لارو ښاغلي حکمتيار ته پېغام استولی و چې واک به همده ته سپاري، او د واک د سپارلو له پاره د خبرو غوښتنه يې کړې وه، ښاغلې حکمتیار چې د نشنل عوامي ګوند مشر ولي خان ته کوم ځواب ویلی و، د اسلامي حزب مشران پري پوه دي، افغانان  او په ځانګړې ډول پښتانه هر وخت د زور او بل له پښو غورځولو خبره کوي، همهغه و چې نظار شورا د انجنیر احمدشاه مسعود په مشرې د ببرک کارمل پرچم ډلې سره لاس پټ او يو کړ، او پر حکمتيار يې وار  له مخه کړ، حکمتيار چې غوښتل د زور د لاري کابل ونیسي، مسعود دمعاملي له مخې ننوت او حکومت يې په خپل لاس کې واخیست، که څه هم موقت ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي و، خو واک او پوځي ځواک  د مسعود سره و.

دمجاهدینو تېروتنه، خپله دوی او ولس يې قرباني شول

آیا دا سمه ده چې موږ  ووایو چې ښاغلي حکمتيار تېروتنه وکړه؟  اوس  وخت ته په کتلو سره له خلقیانو او پرچمیانو سره په يو حکومت کې د اسلامي حزب د ګڼو کسانو يوځای کار کول، دي سوال ته جواب ویلای شي.

آیا مسعود سم کار وکړ چې د ببرک کارمل پرچم ډلې سره يې معامله وکړه، د ملګرو ملتونو د سولې پروسه او د ډاکټر نجیب الله څخه د سولئیز واک د انتقال پروسه يې سبوتاژ کړه؟

هغه تېروتنه وه چې خپله انجنیر احمد شاه مسعود دهمدې تېروتنې قرباني شو، هغه تېروتنه وه چې استاد برهان الدين ربانی د همدې تېروتني قرباني شو، هغه تېروتنه وه چې بیا هم د مسعود پلویانو  امریکایانو ته د راتګ او یرغل بلنه ورکړه، ببرک کارمل روسان راوستل، دهغوئ په ټانکونو سپور تر ارګ پوري يې ځان ورساو، او داځل د امریکا د بي ۵۲ د بمبارد په زور پخواني مجاهدین چې لویه برخه يې د شمال ټلواله وه ځان یې ارګ ته ورساو.

د پرچمیانو سره د مسعود معامله ددې سبب شوه چې حکمتیار د چهار اسیاب څخه پر کابل راکټونه اورول، او د کابل ښار د اسلامي حزب، اسلامي جمعیت، نظار شورا، اسلامي اتحاد ، استاد مزاري او عبدالرشید دوستم  د پلویانو او وسلوالو له خوا د جنګ پر تنور بدل شو، د کابل ښاریانو باندي له هر لوري د مرميو باران و.

له دي ها خوا ژبني، قومي او سمئیز توپیرونه په کابل او لویو ښارونو کې مخ پر زیاتیدو  و، له اطراف څخه او په ځانګړي ډول د جنوب او جنوب لویدیځ پښتون ته په کابل کې د نورو قومونو له خوا د شک په سترګه کتل کيدل، د مزاري هزاره ډله، د استاد سياف پښتانه پلویان  او د مسعود تاجک ډله يوبل په بې رحمې سره تر تیغ تیرول.

په ټوله کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو  قربانیان افغان ولس و، د ولس شتمنۍ وه، د ولس بچیان و،  دولس قومونه او قبیلې وي، او د ولس له پاره عام المنفعه ځایونه و.

د استاد رباني او احمدشاه مسعود وخت کې چې کوم پښتانه وزیران و، هغوی ته ښه معلوميږې چې دوی څومره واک درلود؟ څومره بې واکه و، او ډیری اوس هم په دي نظر دي، که د حکمتیار راکټونه  او جګړه نه وای، د واک انحصار به تر ډیروکلونو دوام کړی وای، مګر له دي سره سره احمدشاه مسعود او استاد رباني تر ۴ کلونو د واک انحصار له ځان سره درلود.

د استاد رباني له خوا دطالبانو د پاڅون ملاتړ

طالبان د پخوانیو مجاهدینو د تېروتنو زیژنده وه، ولس دومره ناهیلی او په تکلیف و، چې هرې اصلاحې ډلې ته يې لبیک وایه، طالبانو په ډیرلنډ وخت کې د ولس باور ترلاسه او کابل يې ونیوی، شمالي ولایتونو ته يې د خپل واک غځونه وکړه.

په لومړيو وختونو کې اسلامي حزب  له طالب سره په جګړه کې ښکېل شو، د کابل د هغه وخت د استاد ربانی حکومت او استاد سیاف د مسعود په ګډون طالبان د هیواد له پاره سپينې فرښتې ګڼلي، کله چې اسلامي حزب چهار آسیاب طالبانو ته پرېښود، د طالبانو د جګړې مخه له مسعود سره شوه، مسعود میدان ښار کې له طالبانو سره لېدنه وکړه، مذاکراتو نتیجه ورنه کړه، مسعود او ډلې يې د طالبانو د له منځه وړلو پروګرام جوړ کړ،  د طالبانو او مسعود تر منځ سختې جګړې وشوې. او طالبان لاس بري شول، کابل يې تر خپل واک لاندي راوستی

ننۍ طالب د ۱۳۷۱ ل کال د مجاهدینو پر ځای

اوس چې دادی امریکا خپل ډیر پوځیان وایستل، کټ مټ د ډاکټر نجیب الله د حکومت د تکرار وخت دی، او دهغه وخت د سیاسي پلې مهمه مهره  عبدالرشید دوستم ، نن یوځل بیا د ولسمشر لومړی مرستیال دی، د واک پر سر شخړه روانه ده، په ارګ کې د ولسمشر او اجرايوي رئیس د نظر تر منځ ډیر توپېر دی، پخوانی ولسمشر  کرزي چې دده په ټیم کې پخواني ډیری جنګ سالاران هم دي، په دې تمه دی چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ شخړې مخ په زیاتیدو شي ،  واک بېرته ده ته پاتې شې.

اوس چې طالبان پوځي ځواک لري، دبهرنیانو سره یې سخته جګړه په تیرو ۱۳ کلونو کې وکړه، د حکومت  او پاتې بهرنیانو د اډو او اهدافو پر خلاف جګړه کوي، امریکا نامنلي ماتې خوړلې ده، او د جګړې پر اور هغه وخت تېل وپاشل شول چې کله ولسمشر غني له امریکا سره امنيتې تړون لاسلیک کړ.

طالبانو او اسلامي حزب (حکمتيار) ته په کار ده چې د مجاهدینو د ۱۳۷۱ ل کار تېروتنه داځل ونه شي، او بیا مو افغان ولس د پنځو او يا لسو او يازیاتو  نوروکلونو له پاره د اور په تنورکې ونه سوځي.

ننی طالب په همه هغه دریځ او ځای کې موقیعت لري چې په ۱۳۷۱ ل کال کې اسلامي حزب درلود، اشرف غني مجبوريږي چې بیرته به مخه طالب ته اړوي، او د طالب غوښتنو ته به غوږ نیسي، دا که غواړي که نه غواړي، دده مجبوریت دی، بل خوا دوستم او اجرایوي رئیس به هم ورته هڅې کوي،  په کابل کې د سیاسي ګوندونو او ډلو له خوا وار له مخه دغه هڅې پېل شوې، د پارلمانو او سنا ځينې وکیلان په اړیکه کې دي، تر څو په  راتلونکې کې په واک کې د پاتې کیدو له پاره له طالب مفاهمه وکړي.

د طالبانو، سیاسي ډلو او حکومت څخه د ولس تمه

که اشرف غني د هیواد پرمختګ، سولې او ارامې ته ژمن وي، که ډاکټر عبدالله او ډله يې غواړي چې خپل ولس يې په شمالي ولایتونو کې ارام ژوند ولري، که پخواني ولسمشر کرزی او دهغه نوي ډله چې له واک څخه لیري شوې غواړي خپله شتمنې وساتي او خپلو ولسونو ته هوسا ژوند بسیا کړي، که هزاره توکم مشران غواړي چې ولس يې  تیر ۱۳ کلن لاسته راوړنې وساتي، او که طالبانو غواړي چې دافغان ولس سترګې ورته ډیرې اوړي دغه ولس ته سوله او ارامي راولي، او که حکمتیار غواړی چې ټوټه ټوټه شوې اسلامي حزب بیا کردار ولري، نو دوی ته په کار ده چې د بل اووم او اتم  ثور تکرار په هیواد کې ونه شي.

ولسمشر اشرف غني چې څومره د سولې ژمنې کړي وي، څومره چې يې باور درلود چې پاکستان، چین او سعودي به طالبان اړ کړي چې دده خبره ومني او طالبان به اړ کړي چې د ولسمشر غني د خوښې او غوښتنې سره سم سوله ومني، هغه طرحه او پلان يې کار ورنه کړ او نه يې هم دغه طرحه کار ورکوي.

ښه به وي چې د مشرانو جرګې او ولسې جرګې د ځینو وکیلانو دغه  ږغ هم هیر نه کړي چې پر امنيتې تړون دي له سره غور وشي، هغه دي لغوه اعلان شي، ولسمشر غني دي د بهرنیانو د وتلو نیټه اعلان کړي،او له طالبانو سره دي د هیواد د سیاسي او پوځي نظام اړوند مخامخ خبرې پېل کړي، او طالبان دي هم هغه د تېر ځل د اسلامي حزب تېروتنه نه کوي، چې باید د غني حکومت په زور سره چپه شي، او کابل ته په زور سره ننوځي. او نه دي ولسمشر غني او دده ډله نور د زور او جنګ له پاره بهرنیانو ته پلمه برابروي.

که ولسمشر غني پر دي عقیده وي چې طالب به تسلیم شي، جګړه به وګټې، نو دلته نږدې ۴۹ هیوادونو یرغل کړی و، په لکونو بهرني پوځیان راغلي و، درنې بمبارۍ او درنې وژني يې وکړي خو افغان ولس ورته تسلیم نه شو، نن چې د ۴۹ هیوادونو څخه په شمار څو هیوادونه پاتې دي، نن چې په لکونو بهرني  پوځیان نشته، ولسمشر دي پوه شي چې په نږدې ۱۰۰۰۰  امریکايې پوځیانو دغه جګړه نه شي ګټلای.

او که دا ځل طالب د سولې او امنیت له يوې سمې او سنجیده طرحې سره هیواد ته راستون شي، ولس ته سوله راولي، دابه هغه کردار وي چې تاریخ به يې ثبت اوپر دوی به دغه تهمت بيخې نفي کړي چې دواک له پاره يې جګړه کوله.

خو دیته  هم توجه په کار ده که دلته پر لویدیځ پالو د علماو او اصیلو افغانانو فشار نه وي، بیا به مو هیواد د ځینو نورو هیوادونو په څیر د عیاشي او فحشا پر لور روان وي،اسلامي او افغاني کلتور ته به په سپکه کتل کيږي، او ځوان نسل او ځواني نجوني به مو انحراف ته هڅول کيږي.

په دي هیله چې ولس مو د بل اووم او اتم د ثور سره مخ نه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery