مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولې ولسمشر سياسي ګوندونه ځپي؟!

 

د ولسمشرۍ په ټاکنو اکثريت سياسي ګوندونو په ځانګړې توګه د جهادي مفکورې په اساس ولاړو ګوندونو له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ چې د همدې ملاتړ په اساس اوسنى ولسمشر په دې بريالى شو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زياتې رايې راخپلې کړې.

د اشرف غني او جهادي سياسي ګوندونو ترمنځ تفاهم او توافق په خپله يوه معجزه وه خو هرڅه چې وو کيداى شي دا کار د هيواد دملي ګټو د ساتنې په خاطر شوى وي.

خو په ټاکنو کې زياتې ستونزې رامنځته شوې چې په پايله کې د ملي يووالي حکومت جوړ شو چې په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا دمتحده ايالاتو فشار هم څرګند او محوري رول درلود،ځکه چې د لانجې مخه ونيول شوه او د ملي يووالي حکومت جوړښت رامنځته شو.

دا چې د ملي يووالي حکومت تر دې مهاله څه کړي او کومې لاسته راوړنې لري ټول ولس ته څرګنده ده چې يادونې ته يې هيڅ اړتيا نشته ده ځکه پرته له سفرونو نور څه نشته دي.

د نړۍ په اکثريت هيوادونو کې په ځانګړې توګه ديموکراتيکو هيوادونو کې چيرته چې ولسواکي واکمنه وي او سياسي ګوندونه فعاليت کوي د حکومت په ټولو چارو کې د سياسي ګوندونو له مشورو کار اخيستل کيږي.

په افغانستان کې هم سياسي ګوندونه شته خو تراوسه پورې يې معياري او ولسواکه بڼه نه ده خپله کړې، اړتيا ده چې د سياسي ګوندونو حمايت وشي او دحکومت په ټولو چارو کې د سياسي ګوندونو له مشورو او کړنلارو څخه په اغيزمنه توګه ګټه پورته شي،ترڅو په تدريجي توګه هم ګوندونه په ټولنه کې خپل اغيزمن اقتدار ثابت کړي او هم وکولى شي د ملي ګټو او ولسي غوښتنو سره سم رغنده ملي سياست وکړي.

ولسمشر غني خپله يو تکنوکرات، په ديمو کراسۍ پوه او علمي شخص دى،د ټاکنو پرمهال يې ولس ته ويلي وو چې سهامي شرکت به نه جوړوي،د چوکيو په سر به معامله نه کوي او خپلې ټولې چارې به دقانون په رڼا کې سرته رسوي.

خو اوس دنوموړي جديت،قاطعيت او قانونيت تر ګټو زيات زيانونه رامنځته کړي دي،ځکه ورځ تر بلې د نوموړي څخه خلک فاصله نسي،په چارو کې ځنډ رامنځته کيږي،سياسي ګوندونه منزوي کيږي او زيات هغه کسان چې په حکومت کې ښې کاري تجربه لري هغه هم په پرلپسې توګه ګوښه کيږي او پرضد يې دسيسې جوړيږي.

د بېلګې په توګه د افغان ملت ګوند،اسلامي محاذ ملي ګوند،جبهه نجات ګوند،د حرکت انقلاب ګوند،مولوى خالص ګوند او اسلامي حزب شوراګانې چې په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني کلکه ملاتړ وکړ او ولسمشر غني هم ور سره په سياسي قدرت کې د مشروع مشارکت ټينګې ژمنې وکړې ولې هغه ژمنو ته هيڅ درناوى ونه شو او په پرلپسې توګه همدغه ګوندونه منزوي کيږي، افراد يې له حکومت ايستل کيږي.

دا هيواد اوس په مهمو حساسو سياسي او امنيتي شرايطو کې قرار لري ملي اړتيا ده چې ولسمشر په ټولو ملي مسايلو کې د سياسي ګوندونو حمايت ولري، له سياسي ګوندونو سره شوې ژمنې عملي کړې، دسياسي ګوندونو له کدرونو ګټه پورته کړي.

دا خطرهم موجود دى که چيرې ولسمشر همداسې خپل حرکت ته دوام ورکړي يواځې خپله خبره واوري او نور هرڅه ته شا کړي د ملي يووالي حکومت به له سقوط سره مخ شي او زياتې ناخوالې به رامنځته شي.

په کار ده چې هم د ملي يووالي حکومت وساتل شي،هم نظام ته ضربه وارده نه شي او هم له ولس سره شوې ژمنې ورځ تربلې عملي شي، ولسمشر اشرف غني دې انفرادي مزل نه کوي بلکې ملي مزل دې پيل کړي.

ع، ابراهيمي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery