مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اجرایه ریس (ولسکشر) لومړۍ فرمان صادر کړ،


د باختر خبری اژانس  په ویب پاڼه   کی لولو چی:
((؛؛کابل باختر/ 2/ ثور
به اساس حکم داکتر عبدالله عبدالله رییس اجرائیه حکومت وحدت ملی ،محمد آصف عظیمی بحیث مشاور درامور مجاهدین ، ریاست اجرائیه جمهوری اسلامی افغانستان مقرر گردیده است.؛؛))
ایا دا یوه عادی مقرری ده او که سم دم فرمان دی؟ ایا دا اصلاحات او همګریی ده او که په حکومت کی بل حکومت دی ؟ ولس ته یی پیغام څه دی؟ ولس باید څه وکړی؟ دا هغه بوښتنی دی  چی روښانه کول عواړی.
 کله چی موږ  د باختر خبری اژانس په ویب پاڼه کی د اجرایه ریاست له ادرسه  دا پاس څه چی خپره شوی دی ولوستل موږ ته خو فرمان ښکاره شو، پداسی حال کی  چی  په خپله همدغه ریاست  تر هغه هیڅ ډول قانونی اساس او بنسټ نه لری تر څو د افغانستان لویه جرګه د افغانستان په اساسی قانون کی بدلو یا تعدیل را وړی او نوموړی ریاست ته د افغانستان په موجوده قوانینو کی ځای ورنه کړی.
نو کله چی لومړۍ همدغه د اجرایه ریاست د افغانستان په قوانینو کی ځای نه لری او بیا همدغه ریاست فرمانونه صادروی دا خو اصلات  او هګریی نه  بلکی انرشۍ ته لار اوراول دی، که چیری یی  ولسمشر اشرف غنی  په مقابل کی عکسلعمل ونه ښی نو لری نده چی یوه ورځ به همدغه منتحب ولسمشر اشرف غنی  د همدغه عبدالله لخوا چی ځان د افغانستان د  اجرایه ریس  بولی د فرمان له مخی د ولسمشرۍ له دندی ګوښه کړی. د فرمان صادرول یوازی د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دی. په یو هیواد کی کوم بل څوک دا کار نه کولای شی او نه ددي صلاحیت لری چی فرمانونه صادر کړی..(ولسمشره! توجه)
ولس ته یی پیغام واضع او روښان دی.  هغه دا چی عبدالله او ډله یی عواړی تر څو د افغانستان ریاستی نظام پر صدراتی هغه واړوی، ورپسی د افغانستان اوسنی مرکزی نظام په فیدرالی بدل کړی بلاخره افغانستان په ټوټو  وویشی او تجزیه یی کړی. همدغه هدف ته د رسیدلو لپاره عبدالله او ډله یی کوشش کوی تر څو د ټاکنو په خپلواک کمسون کی د هغه په وینا اصلاحات راولی البته د ځان په ګټه،  همدغه اصلاحات عواړی د یو بل کمسون په جوړولو سره چی د ټاکنو د اصلاتو د کمسیون نوم ورکوی رامنځ ته کړی او اعظمی کوشش کوی چی د همدغه کمسیون په راس یا سر  کی داسی څوک راولی تر څو د ځان په ګټه ورڅخه ګټه پورته کړی، چی یوه ښه بیلګه یی موږ ولیده چی شکریه بارکزی  چی ولسمشر اشرف غنی د همدغه ریاست ( اصلاتو کمسیون) لپاره نومولی وه عبدالله ونه منله هغه یی رد کړه.عواړی د خبلی خوښی کس وګماری  دا ځکه تر څو دغه ته شرایط جوړ کړی چی په راتلونکی د پارلمان په ټاکنو کی اکثریت وکیلان د چل، پریب او پیسو په زور ملی شورا ته همدارنګه ورپسی د لویی جرګی راعوښتل او د ی ته شرایط جوړ کړی چی خپل شوم پلان چی دافغانستان لپاره یی لری( لومړۍ ریاستی نظام په صدراتی، ورپسی مرکزی جکومت په فیدرالی بلاخره د افغانستان تجزیه) تر لاسه کړی یعنی افغانستان توټه یا پارچی کړی.( ولسه یوالی)
نو اوس که چیری د افغانستان ولس نه عواړی چی ریاستی تظام یی پر صدراتی بدل شی او ورپسی مرکزی حکومت پر خپل ځای پاتی شی، سیستم فیدرالی نه شی چی په ننیو شرایطو کی د افغانستان لپاره د جدا کیدلو یا تجزی  خطر رامنځ ته کوی پکار ده چی د عبدالله او ډلی مخه ونیول شی. او اجازه ور نه کړل شی چی افغانستان ته خطر پیښ کړی.( افغانانو بیداری)
لا چی ځنکه دا اسمان وی تل به یو افغانستان وی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۶/۰۴/۲۰۱۵
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery