مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: ترهګر ښه او بد نه لري

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وایي چې افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو په استازیتوب له ترهګرو سره په جګړه اخته دی او هره ورځ د ماشومانو او ښځو په شمول قربانۍ ورکوي. ولسمشر اشرف غني د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره له کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ترهګرۍ ګواښونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ترهګري باید په نړۍ کې کټګوري نه شي ځکه چې ترهګر ښه او بد نه لري. ده ټینګار وکړ چې ټول هېوادونه باید یو بل ته لاسونه سره ورکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. ولسمشر غني دغه راز د هند لومړي وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته ورشي او د هند په مرسته د افغانستان د ملي شورا لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانیزي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery