مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د کندهار فوټبال فدراسيون مشر څارنوالۍ ته معرفي سوی دی .

لودين
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د کندهار د فدراسيون مشر محمدنبي نيازی د اداري اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي کړی دی . د کندهار ولايت مقام وايې ، چې نيازی به څارنوالۍ ته د هغو دوه ميليونو افغانيو ځواب وايې ، چې يو کال مخکي د ادارې په مالي چارو کې لادرکه سوي دي او تر اوسه يې ښاغلي نيازي سپيناوی نه دی کړی . د کندهار د ولايت مقام وياند صميم خپلواک د دې موضوع پخلی کوی او وايې ، چې دا کار په کابل کې د فوټبال فدراسيون د مشرتابه د هغه مکتوب په اساس سوی دی ، چې ولايت مقام ته يې ليږلی دی او پکښي ويل سوي دي چې نيازي د يوه کال په تيريدو سره د ورکو سويو دوه ميليونو افغانيو سپيناوی نه دی کړی . وياند وايې د مرستيال والي عبدالعلي شمسي په مشري اداري مجلس څارنوالۍ ته امر کړی دی ، چې په دې اړه دقيقه څيړنه وکړي . خو خپله محمد نبي نيازی وايې چې په خپله رسمي دنده کې يې هيڅ راز فساد نه دی کړی او څارنوالۍ ته به ټول هغه اسناد وړاندي کړي ، چې دی يې د همدي پيسو د سپيناوي دپاره په لاس کي لري . يوه باوري سرچينه وايې ، چې دا موضوع وختي پيښه سوي وه خو پخواني والي توريالي ويسا يې په اړه کوم اقدام نه کوی . ولايت مقام محمد امين کمين د کندهار د فوټبال فدراسيون د سرپرست په توګه ټاکل سوی دی . دا د توريالي ويسا تر څتګ وروسته لمړی اقدام دی ، چې د اداري فساد د سپيناوي او مخنيوي په اړه کيږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery