مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر موږ قیامت دی

سردار محمد همدرد

د یو چا سره مې بحث کاوه د افغانستان پر حالاتو مو خبرې کولې هغه دوست مې بیا د اوسني عربو او سوریې حالاتو باندې هم خبرې وکړې او بیا یې په ډیرې ناهیلۍ راته وویل چې اخیره زمانه ده او قیامت کیږي، دده تر دې خبرې پورې ماته هغه کیسه راپیاد سوه:
(( یو وخت یو چا په مځکه کې جوار کرلي وه نو بیا یوه ګیدړه په روږدې سوې وه او دده جوار به یې خوړل، سړی ډېر په غوصه سو اخیر یې یوه تلکه ورته کښېښوده او ګیدړه یې په ونیوله وروسته یې په درخته پورې وتړله او خپل زوی ته یې وویل چې ورسه توپک راوړه، ګیدړې چې وکتل چې د سړي سترګې سرې دي او په غوصه دی او نه مې پرېږدي نو سړي ته یې وویل پام کوه چې وه مې نه ولې او که دې زه وویشتم قیامت کیږي، سړي ورته وویل چي څنګه قيامت کيږي؟  ګیدړې ورته وویل چې ما به ستا لس یا شل جوار خوړلي وي ته ددې لپاره پر ټوله دنیا قیامت راولې؟
سړی چې ډېر ساده و پړي ته یې لاس کړ او ګیدړه یې ایله کړه، ګیدړه چې لږ مخته ولاړه لږ لرې ودرېده سړي ته یې وویل پر نوره دنیا که قیامت و او که نه و پر ما خو قیامت و.))
زموږ د هیواد حالاتو ته په کتو سره وروسته له ديارلسو کلونو نړيوالې ټولنې په خپلو ټولو ژمنو سره سره په افغانستان کې نه جګړه بنده سوه، نه افغانانو د ارامۍ او سوکالۍ ساه واخيسته.
په تېره مياشت کې په هلمند کې د مازدا موټر بم، په بدخشان کې غميزه، په خوست کې غمېزه، په ننګرهار کې ناورين.
دغه ټولې پېښې سره له دې چې لسګونه بې ګناه ولسي وګړي پکې ووژل سول، ژوبل سول، ځوانان، ماشومان، ښځې او سپين ږيري پکې له منځه ولاړل له ځان سره ځينې دردونکي او بوږنونکي کيسې هم لري.
په هلمند کې يو سپين ږيری چې په سترګو ړوند و او شل زوی يې ورسره و ماته راغلل او راته وې ويل چې بې ګناه زوی مې بندي دی، هيڅ جرم يې نه دی کړی، تاسې مرسته راسره وکړئ او زما اواز پورته کړئ، ما د دوی ستونزه د هلمند د ولايتي شورا له مشر سره شريکه کړه، هغه وويل را وايستوه، ما چې دا سپين ږيری ور واستو تصادفاً د ولايتي شورا مشر ته يو کار پيدا سوی و او د خپل کارځای څخه وتلی و، نو دغه سپين ږيری د خپل شل زوی سره د نوموړي د دفتر په دروازه کې هغه ته منتظر و چې څو شېبې وروسته د ولايتي شورا د مشر د شخصي دفتر مخته د مازدا موټر بم يوه درنه چاودنه وسوه چې ټول ښار يې ولړزاوه او دغه ړوند سپين ږيري او شل زوی يې هغه هېلې چې د پوره کېدو لپاره د ولايتي شورا د مشر دروازه ټکوله د تل لپاره له ځان سره خاورو ته يوړلې او ړوند پلار او شل زوی دواړه شهيدان او بندي زوی يې هماغه شان بندي پاتې سو.
پېښې خو ټولې دردونکي دي، د هر مسلمان او افغان غم او وژنه دردونکې ده، خو ځينې بيا داسې پېښې وي چې د انسان زړه لړزوي.
دويمه دردونکې پېښه چې هر افغان يې په  اورېدو ولړزېد د ننګرهار په وروستۍ وحشيانه چاودنه کې د دوه داسې ورونو وژل کېدل و چې له واده يې يوه اونۍ تېرېده. دغه دواړه ورونو په يو وخت ودونه کړي و. د ناويانو د لاسونو څخه يې د واده د نکريزو خوشبويي لا نه وه تللې، د خپل خوږ او ارمانجن ژوند يې فقط اوه شپې او اوه ورځې تېرې وې چې د دواړه ورونو په وينو سره جسدونه د ناويانو مخې ته کېښودل سول. دا صحنه هيڅ د زغملو نه ده او د دې نړۍ د هر سخت زړه لرونکی انسان به حتمن ورته وژاړي.
تر دې مخکې د خوست دردناکه پېښه باندې د خوست د ښار هر دېوال وژړل، ډېرې خويندې او ميندې د وير په ټغر کښېناستې.
دغه راز د بدخشان پېښې هم د افغانانو سترګې نمجنې کړې او په ټوله کې د هېواد وروستيو پېښو، نا امنيو د بشر وجدان ته ټکان ورکړ او پر افغانانو قيامت جوړ سو.
ديارلس کلونه د امنيت په اړه بېلابېلو ژمنې راسره وسوې خو لا هم موږ د امنيت او پرمختګ خوبونه وينو، پر ځای ددې چې هېواد کې مو ارامي او سوکالي راسي ورځ تر بلې مو هېواد کې د نا امنۍ اور تازه کيږي. چاودنې کيږي، پر لويه لاره مو مسافرين تښتول کيږي چې دغه کار او نا امنيو په ټوله کې د هېواد د خلکو او ولسونو اندېښنې را پارولي دي، هر څوک که دولتي دنده لري که شخصي په بيره کې دی او ځان مصؤن  نه احساسوي.
يو بل جنګ هم راباندې پيليدونکی دی، يو بل قيامت هم راباندې جوړيږي، د داعش په نوم د وسله والې ډلې نوي فعاليتونه او د دوی وسله والو بريدونو د خلکو په زړونو کې ډېره ويره خپره کړې ده. هر څوک په دې فکر کې دی چې خدای ج مکړه کورنۍ جګړه به پيل سي او زموږ سرنوشت به څه وي.
دا ټول حالات لومړی د ولسمشر او اجرايه مشر لخوا راباندې راپېښ دي او په دوهم قدم کې فاسد او ظالم چارواکي چې دوی هر ډول امکانات لري، د وسله والو په کيسه کې نه دي، که هر څومره نا امني جوړه سي دوی کولی سي ځانونه خوندي کړي يا په  هېواد کې او يا له هېواده بهر، خو عام ولس به څه کوي، همداسې په وينو کې به لمبيږي لکه په ننګرهار، هلمند، خوست، بدخشان او د هېواد په نورو بېلابېلو سيمو کې چې ولمبېدل.
د امنيت ترڅنګ مو بل لوی مشکل په ټول هېواد کې د فقر څادر خپور دی، هر ځای لوږه ده، بېکاري اوج ته رسېدلې، ولسمشر کله وايي اقتصادي څرخ په خوځښت راولم، کله يوه ژمنه  او کله بله خو زموږ په ولس قيامت او د قيامت ورځ جوړه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery