مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان کې له طالبانو پرته سوله نشته

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : لوماند ډیپلوماتیک


لیکوال : پروفیسور مایکل زیمپله د شمالي آیرلنډ دبلفاست ښار د کوئینز په پوهنتون کې استاد او د۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال په افغاانستان کې د اروپایي ټولنې دسفیر مرستیال


ژباړونکي : له انګلیسي څخه الماني ژبې ته نامتو خبریال ښاغلي نیلس کادرچکه او له الماني څخه پښتو ژبې ته سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 افغانستان کې دسولې شرایط هغه مهال پوره کیدای شي، کله په طالبانو کې هغه ځواک یا هغه مشران په دې بریالي شي، چې دوی په کابل کې له نوی حکومت سره دپخلاینې خبرې اترې، او جوړ جاړي ته چمتو والي وښیي. آیا دا سختدریځه اسلامپال به خپله وسله واله جګړه  بس کړي اوآ یا دوی خپل ځانونه په یوسیاسي بهیر کې سمبالولي شي. دا خبره بیا په پاکستان کې حکومت پورې هم اړه لري.
افغان طالبان یوه خپلمنځي ستونزه لري. دغه ستونزه د هر وسله وال پاڅون یا مقاومت ټیپیکال خاصیت وی : د هر وسله وال غورځنګ مشران تل هڅه کوي د پوځې توکو له لارې خپلي سیاسي موخې ترلاسه کړي. د وسله وال مقاومت په بهیر کې کله ناکله داسې وخت هم راشي، چې د غورځنګ واقعیت پالونکي او ريښتونې مشرانو ته د خپلي موخې ترلاسه کولو لپاره پوځې لار نوره سمه او معقوله لار نه بریښې. له همدې دوو بدو حالاتو ترمنځه په آیرلنډکې د آیرلنډجمهوري غوښتونکې،خپلواکي غوښتونکې وسله وال پوځ او په کولمبیا کې د فرس پارتیزان یا دکولمبیا انقلابي وسله وال مقاومت غورځنګونه مخامخ وو.
د افغانستان د جګړې څخه د وتلو لار دې پورې اړه لري، چې طالبان څه ډول غبرګون ښيي، دوی دا درک کړې چې جګړه د حل لار نه ده ، دوی نوره د وسله وال مقاومت له لارې بریايتوب ته نه رسیږي. یا به د طالبانو جنګیالي همداسې په دې هیله اوتمه خپلې جګړې ته دوام ورکوي او فکر به کوي چې د دوی خوشباوره پوځې مشران حق په جانبه دي؟
یا به طلبان د سولې د ټینګښت، پخلاینې او روغې جوړې لپاره د حل یوه معقوله لار پرانیزي .ترڅو دوی له دې لارې خپلو مخوته ورسیږي.
آیا د افغانستان جګړه به دواړو خواو ته یوه ستړي ستومانه کوونکې تلپاتي ګرانه جګړه پاتي شي، دا هم دې پورې اړه لرې، چې د اسلامي غورځنګ د مشرانو ترمنځ د سولې په اړه څه ډول پرمختګونه رامنخ ته کیږي. اصلي اختلاف د طالبانو د سیاسي او پوځې مشرانو ترمنځ دی، یوه ډله ابدې جهاد ته ادامه ورکول غواړي او د طالبانوبله ډله بیا سولې، وروغې جوړې او پخلاینې ته لیواله ده.
د جهاد د برخلیک په اړه اختلاف په لومړي پړاوکې باید د طالبانو د مشرانو ترمنځ حل شي. نور لوبغاړې تر ټولو د مخه د افغانستان او پاکستان حکومتونه کولي شي، د طالبانو پر خپلمنځي خبرو اترو باندې اغیز ورلري.
افغان طالبان د امریکامتحدوایالاتو د لس کلن پوځې یرغل څخه ژوندي پاتي شول او نن هم دوی د کابل حکومت لپاره یوستر ګواښ رامنځ ته کړي دی. طالبان په دې عقیده او تینګ باور دي، چې دا د دوی  د پوځې مبارزو او ستروقربانیو پایله ده، چې دوی وکولې شول د افغانستان په نننۍ سیاسي نقشه کې د ځان ښودني ادعا وکړي. په افغانستان کې د طالبانو د ځان ښودني ادعا یواځې پوځې برخه کې نه ده، بلکې دوی په افغانستان کې په همدې ترتیب سره یوه سیاسي ښکارنده هم ګرځیدلي دي.
د افغان طالبانو غورځنګ تر اوسه یو فعال یوموتې خوځښت دی. په دوی کې تر اوسه کو م ستر انشعاب او یا د مشرانو ترمنځ ستر اختلافات نه دی را څرګند شوي. د اټکی د پاملرنې وړه دی، د شلوکالو را هیسې د افغانستان په سیاسي حالاتو کې د ډلو تپلو او د ډول ډول سیاسي فراکسیونونو ترمنځه خپلمنځي جګړو ته په کتو سره طالبانو وکولي شول خپل یووالي وساتي او د یو واحد سیاسي قیادت لاندې پاتي شوي دي. د دوی د وسله والې قوماندې څخه د هیواد په ټولو ولایاتو کې اطاعت کیږې. د دې برسیره طالبانو یوه بیرو کراته اداره د ګڼ شمیر ځانګړو کمیسیونو سره هم رامنځ ته کړي. دغه کمیسیونه د بیلابیلو څانګو لپاره رامنځ ته شوي دي. لکه د کلتوري چارو په برخه کې، دقضایي چارو په برخه کې، د بهر سره اړیکې رامنخ ته کولو په برخه کې، دبندیانو څارنه او د جګړې له ملکې قربانیانو سره د همکاري په برخه کې. له همدې امله سړی کولي شي ووایي، چې په افغانستان کې نن د طالبانو غورځنګ یو خورا اغیزمن اورګانیزیشن دی.
د طالبانو مشرانو موخه لا تر اوسه همدا ده، چې ټول هیواد  د اسلامي امارت تر حاکمیت اوچتر لاندې راولي.
د ۲۰۰۱ کال په پای کې کله چې طالبانو ماته وخوړله، دوی قسم یاد کړو، چې د افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو تر وتلوپوري به جګړې ته ادامه ورکوي. که څه هم اوس د افغانستان څخه د نړیوالوځواکونو ډیرې برخې وتلي دي، طالبانو اوس دغه پیچلي کړکیچ لا نوره ستونزمن کړي دی. د طالبانو موخه دا ده او په دې فکر کې دي، چې دوی باید په ټول افغانستان کې د اسلامي امارت حاکمیت بیرته په پښو ودروي. دوی باید د افغانستان په حکومت کې د ټولو ځواکمنوځواګونو د پاسه یوځواکمن ځواک وګرځي او په افغانستان کې د اسلامي شریعت پربنیاد یو ټولنیز نظم بنسټ کیږدي. د دې افغاني اسلامي ټولنې مشر د دوی امیر ملا محمد عمر د ټولو افغانانو زعیم او مشر په توګه باید غوره شي.
طالبان ادعا لري، چې په کابل کې  واکمن خلک د امریکایانو لاسپوڅې دي. دوی داسي انګیرې، په کابل د ملي یووالي حکومت به ړنګیړي. که په دې برخه کې د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره جوړ رانشي، د ملي یووالي حکومت بله کومه لاره او چاره هم نه لري. ځکه طالبان د هیواد ډیرې برخې تر خپل کنټرول لاندې لري. هم مهاله طالبان په دغه سیمو کې د ملي یووالي حکومت سیاسي اداره او نظم هم رد وي.
د طالبانو پلویان د طالبانو مشرانو ته  ډاډ ورکوي، چې د دوی پوځې بری حتمي دی. د ناتو ځواکونو د وتلو له پیل سره سم د کابل حکومت پوځونه سخت ځپل شوي دي او د افغان پوځ سرتیرو تیښتې ته مخه کړي ده.
افغان پوځ کې په زرګونه داسي ځوانان شته، چې دوی خپل ځانونه دې غورځنګ لپاره په اور کې اچوي. دغه ځوانان په ویاړ سره د خپل بریایتوب او مذهبي ژور احساس له مخې د اسلام لپاره جنګیږي.
د طالبانو بله ستونزه په دې کې هم نغښتي ده، د دوی د سترو پوځې بریالیتونو خبره سمه ونه ختله. د ۲۰۱۴ کال څخه را په دې خوا د پوځې هڅو سره سره دوی په دې ونه توانیدل، چې نورې سیمې لاندې کړي. دوی تر اوسه هیڅ کوم ستر ادارې واحد یا ولسوالي له دولته نه ده نیولي. طالبانو ته به دا نیونې تر هغه  ناشونې وي، تر څو چې د افغان حکومت پوځي، پولیسي او امنیتي ځواکونوته له بهره مالي مرستي ورکول کیږي.  دغه امنیتي ځواکونه به تر هغه مات  نشي، تر څو د دوی مالي مرستي له بهره  څخه تمویل کیږي او دوی به پرې نیږدې، چې طالبان په مرش مرش سره کابل ونیسي.
د طالبانو ستر پوځې بری به دا وي، دوی به وکولي شي د هیواد په کچه هغه سیموته چې څوک نشي ورتلې، هغه سیمې به نوره پراخې کړي. دا هغه سیمې دي، چې مرکزي حکومت ورته هیڅ لارسي نه لري او یا له کنټروله وتلي سیمې دي. طالبان به په دغه سیمو کې افغان حکومت ته یوه موازې ادارې رامنځ ته کړي .
کله چې د تیر کال دسپتمبر میاشت په ۲۹ مه نیټه ښاغلي محمد اشرف غني د افغانستان نوې ولسمشر د لوړې د مراسمو په وینا کې وویل، چې دی به ډیر ژر د طالبانو سره دسولې راوستو هڅې پیل کړي او هیله لرې، چې طالبان په سیاسي سیستم کې ورګډ شي .آن عبدالله عبدالله په ملي یووالي حکومت کې د اشرف غني ملګري هم د طالبانو سره د پخلاینې او روغې جوړې خبرې وړکړې. که څه هم عبدالله د غني حکومت موخواو کړنلارې ته د شک په سترګه ګوري.او ویریږې چې دا ډول جوړجاړې د تکتیکي فکرې مخکیتوب له امله تر سره کیږي او د عبدالله موقف به د حکومت په راتلونکي پریکړو کې کمزوري شي.
له شکه پرته د کابل حکومت دسولې په لور لومړنۍ ګام اخیستي دی، د غني حکومت د پاکستان سره د اړیکو ښه کولو نوی باب پرانستلو باندې بوخت دی.
ولسمشر غني د خپل یو ځانګړي ابتکارپه لاس کې اخیستلو سره او د څواړخیزو ډیپلوماتیکو لارو له لارې غواړې خپلې موخې ته چې په افغانستان کې سوله ده، ورسیږي. غني نه یواځې د اسلام آباد سره د اړیکو نوی باب پرانیزي، بلکې دی غواړي، چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ هم اړیکې رامنځ ته کړي.
ولسمشر غني په ویښه او جوته توګه پوهیږې، چې پاکستان د افغان طالبانو څخه ډیره ناوړه ګټه اخلي او پاکستان غواړي په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه همداسي پرمخ بوځي. ولسمشر غني په هغه صورت کې پاکستان ته د اقتصادي، امنیتي سیاسي همکاریو وړاندیز وکړ، چې دغه ګاونډې هیواد خپله نیابتي جګړه په افغانستان کې نوره ختمه کړي.
ولسمشر غني د خپل حکومت په لومړنیو میاشتوکې قصدآ او په ارادې توګه د هند سره اړیکې او د جګپوړو چارواکو د لیدنو کنتنو څخه ډډه وکړه. اسلام اباد ته ډاډ ورکړل شو، چې په افغانستان کې د هغو جنګیالیو په وړاندې عملیات پیل کړي، کوم چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد جنګیږي.
اصلاً غني غوښتل پاکستاني استخبارتي چارواکې په دې وپوهوې، چې د تاسو ټولې مشروع غوښتنې او موخې کومې چې تاسو یې د طالبانو په مټ او مرسته تعقیبوي، کولې شي د کابل له حکومت سره د مستقیمو همکارې له لارې تر لاسه کړي.
په مقابل کې د غني حکومت د اسلام اباد څخه دا تمه لري،چې طالبان دې ته وهڅوي، جګړه ودروي ، ترڅو دی د طالبانو سره د خبرو اترو له لارې یو سیاسي حل ته سره ورسیږي.
دکړکیچ د حواري دغه عالي فکر او منطقي طریقه د سولې راوستو په لاره کې له دې امله د پام وړده، ځکه  دغه لار د طالبانو مشرانو په منځ کې د سولې په لور د خبرواترو او طالبانود پریکړو په بهیر باندې مثبته اغیزه شیندي .
دلسوکالو راهیسې د طالبانومشران په دې باور دي، چې په افغانستان کې د دوی جګړیز فعالیتونه او وړتیاووې دې پورې اړه لرې،چې داسلام آباد واکمن دوې ته په پاکستان کې پټانځایونه، روزنځایونه او د شاتګ غونديځایونه برابر کړي او غوندې ساتلي دي.
کابل د خپل ویښ له هوښیاري او دتعقل نه ډک سیاسي چلند له لارې غواړي، طالبان په خپل باور او بنسټ کې ولړزوي او پاکستان کې د طالبانو د شاتګ خوندې ځایونه به نور د دوی په خدمت کې نه وي .
په داسي حال کې چې افغان حکومت د پاکستان سره د اړیکو په ښه کولو نوې باب باندې اخته  دی. د غني حکومت د خپلي د سولې ستراتیجۍ نور عنصرونه لا نه دي را برسیره کړي. په کابل کې خوشبینه کتونکې په دې باور دي، چې له یوې خوا د پاکستان فشار او له بلې خوا د نوې حکومت د سولې په اړه مثبت زیګنالونه به دسولې خبرې اترې ډیر ژر پیل کړي. له دې سره به د طالبانو پسرلنې عملیاتو مخه ونیول شي. اما د طالبانو مشرتابه په ښکاره ډاډمن بریښي، چې دوی خپله نیکمرغي د جګړو په ډګر کې لټوي .طالبان د اسلام آباد لخوا تر فشار لاندې نیولو سره بیا هم په جدي ټوګه د سولې خبرواترو ته نه کیني.
اوس کابل مجبور دی، یو بله اوږدمهاله ستراتیجۍ ته وده ورکړي او ورسره پردې کار کوي، چې د یو بل ځای څخه کار پیل وکړي. تر څو طالبان دې ته مجبوره کړي، دجګړې پرځای د سولې خبرو اترو را وګرځوې.
په دې ورستیو دریو کلنو کې د امریکامتحدو ایالاتوتجربې داښیي، چې څه ډول چلند د یو داسي وسله وال غورځنګ لکه طالبان سره وشي، تر څو دغه غورځنګ له ننګونو او ګواښونو سره مخامخ کړل شي. واشنګټن په دې لړ کې د قطر په هیواد کې له خپل اغیز څخه کار واخیست.. قطریانو په قطر کې د طالبانو استازو ته د دفتر خلاصولو بلنه ورکړه. په قطر کې د طالبانو دفتر د دې لپاره رامنځ ته شو، تر څو دوی د خپل مشرتابه سره مستقیمې اړیکې وساتي. طالبانو قطر ته د خپلو سیاسي چارو کمیسیون لیږلي دی، دغه سیاسي کمیسیون په قطر کې د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت په توګه وپیژندل شو. د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې طالبانو د اسیر امریکایي سرتیري تبادله کې په ګونتانامو کې د خپلو پنځو زنداني ملګري خوشي کیدو سره دا وښودله ،چې سړی کولي شي له دوی سره په جدې ټوګه مامعله وکړي. په قطر کې د طالبان د سیاسي کمیسیون غړي د خپل مشرتابه تر مستقیم امر او قوماندې لاندې دي، دوی دومره واک او جرآ ت نه لرې، چې په افغانستان کې د طالبانو مشرتابه یو جوړ جاړې ته وهڅوي.
د کابل حکومت د سولې اوږد مهاله ستراتیجۍ د اسلام آباد جمع قطر فورموله باندې ولاړله ده. تمه دا ده، چې د اسلام آباد له لارې په قطر کې له طالبانو سره اړیکې وساتل شي .دغه نوې لار به د طالبانو په غورځنګ کې هغو سوله خوښوونکواو پرګماتیک یا واقعیتبینو طالبانو ته لاره خلاصه کړي،چې دوی سوله ییز حل غواړي. د کابل حکومت په زندانو کې له بندي طالبانو څخه هم دا تمه لري ،چې د خپلو طالب له مشرانو سره اړیکه ونیسې.
تراوسه زندانیان یواځې د تبادلي او یا تکتیکي برمته نیولو لپاره ستعمالیدل. د بیلګې په ډول د افغانستان، پاکستان او د امریکامتحدو ایالاتو حکومتونو د طالب بندیانو خوشي کولو څخه موخه دا وه،چې د طالبانو له مشرتابه سره د اعتماد او باورفضا رامنځته شي. زندانیان ډیر څه کولي شي، ځکه دوی د یوې برحقه مسئلې لپاره په زندان کې ناست دی. دوی په خپل غورځنګ کې یو ځانګړي ځای لري او په غورځنګ کې د درنښت وړ کسان شمیرل کیږي. که سړی په دې بریالي شي، دوی ته په بندیخونه کې قناعت ورکړي. دوی په بندېخونو کې د سولې پر ځواکمنو مدافع وکیلانو باندې اوښتې شي.
دغه بیلګه په شمالي آیرلنډکې پلې شوي ده، د آیرلنډ آزادي غوښتونکو غورځنګ ځیني پخواني مخور زندانیان د آیرلنډ د وسله وال مقاومت غړي وو، دوی وکولي شول، د شمالي آیرلنډ مخالف پت غورځنګ مشران سولې ته ورمات کړي.
په افغانستان کې هم ډیراحتمال لري، چې د سولې نوې ستراتیجۍ د طالبانو دځینو ځانګړو کړې له لارې چې په بندیخونو کې ناستي دي، د سولې دغه لار بریالیتوب ته ورسیوي.

چین د یو منځګړي په رول کې
د افغان حکومت د سولې هڅو لپاره کیداي شي یوبل نواښت  هم مهم پریوځي: د افغانانو د سولې په نواښت کې د یو فعال منځګړي ملګري په ټوګه د چین هیواد را ختل دي. چین په افغانستان کې خپلي اوږد مهاله اقتصادي لیوالتیاووې لري. د وخت او زمان خبره وه، چې پیکنګ به کله د افغانستان د سولي او ثبات د راوستوپه هڅوکې ورګډیږي. چین هم د افغانستان لپاره خپل یو ځانګړي استازی نومولي دی. چین ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو استازی قاری دین محمد ته په خپل هیواد کې هرکلی او ښه راغلاست وویلي دي.
د چینايانو په منځګړتوب کې یوه ځانګړي خبره او اصلي مانا په دې کې وه، چې دوی مخکې له مخکې د سولې د خبرواترو په برخه کې د کابل او واشنګټن له حکومتونو سره سلا  مشورې کړي وې. چینایانو غوښتل، دسولې خبرواترو بهیر باید روڼ وساتل شي او ورسره په خبرو اترو کې د څو لوبغاړو یا منځګړو د برخې اخیستنې له امله دګډوډیو رامنځته کیدوګواښ کچه راټیټه شي او طالبانوته به موقعه برابره نشي، تر څو یو منځګړي د بل منځګړي په وړاندې استعمال کړي، د دې ټولو مقدماتي تدابیر نیولو سره سره داسي هم نه انګیرل کیده، چې ګني طالبان به د چینایانو د منځګړتوب وړاندیزونه سمدستي ومني او یا د طالبانو دسولې یا دجګړې پر الترنتیف یا فکرونو باندې کومه اغیزه ولرلي شي .
چینایي میلمه پالانو ته دسولې په مذاکراتو کې هغه مهال دیو بې پرې منځګړي چانس موندل کیداي شي، چې کله سوله خوښوونکې او خیر غوښتونکې طالب مشران ژر تر  ژره خپل سر را پورته کړي.

د طالبانواصلې غوښتنې
د افغان طالبانو له خوا چې تر اوسه د کومو غوښتنو او موخو اعظمې لیست وړاندې شوي دی ،هغه ډیر اوږد او ډیر بې جرآته کونکې دی. طالبان د خپلو غوښتنو له لارې د افغانستان د دولت ټولې چارې لاسته راوړل غواړي. دا غوښتنې به هیڅ  صورت یوې افغاني ډلې ته د خبرواترو د بنسټ او یا دسوییزحل لارې د لټولو د فومولې په څیر د منلونه دي.
که څه هم طالبانو ته ځیني مسایل او موضوعات ځښت ډیر مهم دي. افغان حکومت کولي شي په ډیرو برخو کې طالبانو ته تر یوه حده ورتیر شي. بې له دې چې هغو ډلو ټپلو ته زیان ورسیږي کومې، چې د کابل په اوسنې سیاسي سیسټم او حکومت کې ډیر ه پانګونه کړي ده .
که د غني حکومت طالبانو ته پردې موضوعاتو باندې د خبرواترو د چمتووالۍ زیګنالونه ورکړي. کیدای شي د طالبانو په سنجشونو او پلانونو باندې ورو ورو اغیزه وشیندي .
که چیرې بیا هم د طالبانو مشران د سوله ییز حل او د خبرواترو لاره رد وي، دوی به د ولسې خلکو له اعتراضونو ، مخالفتونو او نیوکو سره مخامخ شي او د طالبانو مشرتابه  دا باید ومني، چې دوی د خپلو طالب ملګرو له ارمانو او قربانیوسره خیانت کوي او د طالبانو مشران به د خپلو طالب ملګرو لخوا د خیانت په تور تور ن شي .
د طالبانو ارمانونه، غوښتنې او لیوالتیاوې د افغان دولت له جوړښت سره ډیر لږ تړاو لري .د طالبانو غوښتنې او موخې تر ډیره بریده په دولت کې له سمبولونو اود دولت له مشروعیت سره تړاو لري دي .
او بالاخره دطالبانو دا غوښتنې د طالبانو د پلویانو د ورځیني ژوند له غوښتنو سره تړو لري.
د طالبانو ټولې بنسټیزې غوښتنې او لیوالتیاووې په اتو ټکو باندې تمرکز لري او په لاندې ډول راټولیدالي شي.
د طالبانو مشروع غوښتنې او پوښتنې په دې ډول سره پيل کیږي، د افغانستان په اسلامي دولت کې داسلام د سپیڅلې دین او شریعت مسئله، د شهیدانو په اړه د افغانستان اسلامي دولت دریځ مسئله، د اسلامي دولت د امیر یا مشر د مشروعیت .مسئله، د بهرنیو پوځونو د شتون او د وتلو مسئله،د مجاهدینو سره د چل چلنداو د دوی د ورځنې ژوند د اړتیاوو مسئله، دبندیانو دتبدلې مسئله، د طالبانو د عزت خوندې ساتلو اوطالبانو ته د درنښت مسئله  او ورستي موضوع په دولتي واک کې د طالبانو ګډون او شریکولومسئله ده.
د طالبانو د مشرتابه د مشروعیت مسئله او د طالبانو مشروع ادعا پردې بنسټ باندې څرخیزې، چې. مشر ملامحمد عمر د طالبانو د غورځنګ بنسټ ایښودونکې او امیر دی، طالبان  غواړي د خپل زعیم تر قیادت لاندې په افغانستان کې یو ځواکمن اسلامي نظام رامنځ ته کړي او دپردې پوځونواشغال ته خاتمه ورکړي . کله چې سړی د طالبانو له جنګیالیو سره د جګړو په ډګر کې خبري کوي، دوی تل خپلو شهیدانو ته اشاره کوي او هڅه کوي ثابته کړي، چې دوی ولې تراوسه جنګیږي. د جنګ جګړو څخه ژوندي پاتي شوی طالبان وایي، دوی د دومره ډیر وژل شویوطالب جنګیالیو د قربانیو عزت او ارمانونوپوره کولو پور وړي دي.                                                 که موږ د حل یوه لاره لټوو،باید داسي یوه لار وي ،چې په هغه کې د طالبانو څخه  بښنه او د طالبانو د شهیدانو درنښت په کې خوندي شوي وي .افغان دولت باید د طالبان د شهیدانو د عزت او درنښت پرځای کولو لپاره یوه معقوله لاره و لټوي .
که دکابل حکومت په ریښتونې ټوګه طالبان سولې ته راماتول غواړي، دوی باید ثابته کړي،چې دوی دغو سمبولیکو کلیدي موضوعاتو ته ځښت  ډیر اهمیت او درنښت ورته لري.  حکومت مجبور دی دې ورته سمبولیکو کلیدي موضوعاتوته ځښته ډیره پاملرنه وکړي.
دا یوه ښکاره خبر ده،چې د ټولو غوښتنو، موضوعاتو او مسایلو په اړه یو هر اړخیځ جامع تړون او یوهراړخیځ حل ته اړتیا شته. د بیلګې په ټوګه  موږ باید دا ومنو او اقرار هم وکړو، چې په دې اوسني موده کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو دمقاومت، زور،سرښندنې او قربانیو په برکت تر سره کیږي. طالبان کولي شي خپل دغه ستر بریالیتوب په ویاړ سره ولمانځي .
که د طالبانو اصلې غوښتنو ته غوږ شو او ورباندې ښه غور وشي او ومنل شي، دا غوښتني به هیڅ  صورت دومره پیچلي او ګرانې نه ثابتیږي .د جګړې په پای کې د ملي پخلاینې له لارې  هسې هم باید بندیان خوشي کړل شي. همداسې د طالبانو جنګیالي باید دتکلیفولو ، زورولول ، بدرد ویلو څخه وساتل شي. د دوی پرمخ باید یوه لاره خلاصه شي، ترڅو دوی خپل نورمال ژوند ته بیرته راوګرځي.
په طالبانوکې احترام یا درناوې او په درنه سترګه کتل یوه مهمه حیاتي موضوع ده. په دوی کې تر ټولو مهمه خبر دا ده، چې دوی ته په ټیټه سترګه بایدونه کتل شي او د خپلو سیالانوته، سیاسي مخالفینو ته احتیاج او محتاج باید هم نه وي .
د سولې خبرواترو په پای کې د افغان په حکومت کې د طالبانو د ګډون فورموله کیدای شي په دې ډول وي . طالبانو ته باید په کافي اندازه واکونونه او صلایتنونه ورکړل شي، تر څو دوی دخپلو پلویانو د تعقیبلو او رټلو ساتنه وکړي شي . دوی ته د دولت  په ادارې سیسټم کې برخه او د دوی پرمخ د دولت مالي خزاني لاره خلاصه شي . د طالبانو واک او اغیزه باید دومره هم نشي، چې د موجود دولتي ځواک بلانس لمنځه یوسي او د ملي یووالي حکومت حاکمیت په بنسټ کې ونه لړځوي.
د افغانستان د سولې او پخلاینې پیچلي او کړکیچن بهیرته په کتو سره د بریالیتوب چانس ډیر لږ لیدل کیږي. سړی باید په رښتیا سره دغه پوښتنه هم له ځانه سره وکړي، چې آیا د طالبانواو د کابل حکومت ترمنځ جوړجاړې دومره مهم دی، چې سړی په دغه لاره کې دومره ډیر زحمتونه او خواري  وباسي .
هو، یقینناً د افغانستان د سولې لپاره دغه زحمتونه  ځښته ډیر مهم دي . که د افغانستان کړکیچ پای ته ونه رسیږي او د امریکامتحده ایالات خپلې پوځې مرستې د کابل پرحکومت بندې کړي . افغان دولت په خپل ننني جوړښت کې نشي پاتي کیدلي .کله چې طالبان او د دوی نورجهادي متحدین خپل جګړیزو عملیات په سیمه کې پراخه کړي اوپرته له دې چې طالبانو د نوروافغانې ډلو سره د پخلاینې او روغې جوړې ته  را تم  شي، په پای کې بیا د پاکستان وار دي، چې بلکل به بې ثباته شي .
اصلي پوښتنه دا ده،چې افغانستان د سولې په لور حرکت  کوي او که د ګډوډیو او بربادیو په لور، دغه موضوع اوس په اسیا کې ځښته ډیره مهمه شوي ده. د جنګیالیو ډله ډله تګ  راتګ او د دوی د فکرونوتر منځه اړیکې، دافغانستان کړکیچ ترمنځ اودسوریې او عراق له ناورینونوډک پرمختګونو ترمنځه اړیکې، د لیبیا او یمن ترمنخ رامنځته شوي اړیکې دا ټول د افغانستان د سولې سره نیغ په نیغه تړاو لري.
اما دافغانستان کړکیچ د نورو وسله والوکړکیچونو په پر تله  یو ځانګړي توپیرلري، ځکه دا کړکیچ په دا دومره کلنو کې یواځیني نړیوال اوږد کړکیچ دی، چې د پرلپسې ګرانو پوځې یرغلونوله امله رامنځ ته شوي دی . که بیا هم د سولې او پخلایني بهیر ته  د دومره  نړیوالو اوږدمهالو هڅو سره سره زیان ورسیږي . سختدریځي ډلې، چې د کولتوري جګړو خوب او خیال په سر کې لري، وزر و ومومي .

پای

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery