مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جناب جهاني صاحب ته پرانیستی لیک

 
لیکنه: نادیه غټۍ


څو کاله د مخه د هلمند سیند په مشاعره کی د اطلاعاتو کلور اوسنی وزیر جلالتماب درومند مشر او منلي شاعر او لیکوال عبدالباری جهانی صاحب هم ګډون کړی و. زموږ د غوړمالو رئیسانو له ډلې د اطلاعاتو کلتور رئیس هم ګډون کړی و، هغه په خپلو خبرو کی وویل چی په هلمند کی د ادب او فرهنګ فعالانو ته ډمان ویل کیږی، جهانی صاحب یی خبره په خپل نوبت ور رد کړه او ښه یی په خبرو کي جوړ کړ.
د کرزی صاحب یی کور اباد نور خو یی په هیڅ برخه کی ښه چارواکی نه و ګمارلی. د معارف او کلتور ریاستونو لپاره یی هم شنه بی سوادان ګمارلی و. یوه ښه بیلګه یی د اطلاعاتو کلتور رئیس دی چې یو کلیوال ساده او غوړمال درباری سړی دی هغه یی ددې ډول یو اړین ریاست مشر کړی و.
د هغه تر ټولو لویه نیمګړتیا داده چی په تیرو څه باندي اوو کلونو کی یی په سلګونو پروژی واخیستی خو تر ننه یی یو مثبت ګام او کار نه معلومیږی. دا سړی په غوړمالۍ او چاپلوسۍ کی اول دی او هر کله هڅه کوی چی والی او نور جګپوری ولایتی چارواکی خوشحال وساتی.
د جلالتماب پخوانی ولسمشر په اړه یی یو کتاب لیکلی باور وکړی چی د سړی ورته له خندا غاښونه وځي، د جمهور رئیس یی دمره ستاینه کړی ته به وا په اخره زمانه کی یو بل پیغمبر راښکاره شوی و (بې له تشبیه ) په لیکوالی یی رشخند وهلی. خپلو اولادونو ته یی ښې د غوړمالۍ او چاپلوسۍ بیلګي پر ځای پری ايښي، تر ټولو جالبه خو یې لا دا چي زموږ د ناخوالو په نوم یی یو کتاب چاپ کړی چي ټول یی پکی د یو خصوصی پوهنتون د معاصر تاریخ له چاپټره پوره کار اخیستی، دا ځکه دا رئیس صاحب محتر علیشا مظلومیار د همدی پوهنتون محصل دی.
راځم اصلي خبري ته، جناب حهاني صیب ته د افغانستان د نورو ولایاتو ترڅنګ د هلمند ښه معلومات دی. هغه هلمند ته راغلی او له دی ولایته یې په وار وار لیدنه کتنه کړی. د ادب، فرهنګ او معارف کچه هم ښه ور معلومه ده. د علیشا مظلومیار استعداد ور معلوم دی. تر دې چی یوه ورځ یی خپله ورته وویل: ((مظلومیار صاب له دی افراطي چاپلوسۍ نور لاس واخله))
اوس زموږ د هلمندیانو له جناب وزیر جهانی صاحب څخه غوښتنه داده چی مظلومیار نور را څخه لیري کړي. که یی ریاست کړی نور به یی جیبونه ډک سوي وی. زموږ د کلتور ریاست لپاره یو ځوان، فعال او بې طرفه چې د هلمند په لویو قومونو کې نه وی داسی سړی کار کولای شی چي د ادب او فرهنګ تر څنګ د خاوری مینه او وطن پالنی احساس هم ورسره وي.
جهاني صاحب، دا زموږ د خواستونو ځولۍ ده، هیله لرمه چی دی ځولۍ ته به د امیدونو د ګلونو ګیډۍ واچوئ. زموږ د کلتور رئیس یو بې سواده سړی دی. موږ غوړو د هغه پر ځای یو فعال کس وګمارل سي.

په درناوی
ستاسو خور نادیه غټۍ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery