مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دحافظی دکمزوری لاملونه‎

 


 


حافظه د انسان ژوند کی مهم نقش لوبوی او دحافظی لرل د سالم عقل نښه ده. ځکه لیونیان اکثرآ حافظه نلری.
لدی کبله باید دحافظی دکمزوری په علتونو پوه شو او دهغی د تقویی لپاره باید کوښښ وشی.
دحافظی دضعف لاملونه په کلی ډول لاندی تشریح کوو.

1. ځکه مو هیریږی چی ځان ته دا تلقین کوو چی هیر به مو شی.
2. ځکه موهیریږی چی تصمیم نیسو چی هیر یی کړو.
3. ځکه موهیریږی چی دموضوع سره پوره علاقه نلرو.
4. ځکه مو هیریږی چی جدی تصمیم نلرو چی هیر یی نکړو.
5. ځکه مو هیریږی چی په دماغی قوه کی مو اختلال پیدا شویدی او دا اختلال شاید دناروغۍ او یاهم د زړبودۍ له وجی وی.
دلته غواړو دی موضوع ته اشاره وکړو چی علاقه، پاملرنه رامنځ ته کوی او پاملرنه ددی سبب کیږی تر څو دیوی موضوع په اړه پوره معلومات حاصل کړو او پوره معلومات ددی سبب کیږی ترڅو موضوع حافظی ته وسپارل شی او په یاد پاتی شی.
6. ځکه مو هیریږی چی په همغه اوله مرحله کی مو دموضوع په اړه چی حافظی ته مو سپارلی وه پوره ځان ندی پوه کړی . او معلومات مو ندس حاصل کړی.
7. مونږه دخپلو معلوماتو لویه برخه هیروو ځکه چی په ترتیب او منظم ډول مو په خپل مغذ کی ندی ځای په ځای کړی او دنوی مطالعی او مرور په واسطه یی بیا په یاد نه راوړو.
8. ځکه مو هیریږی چی دهغو مطالبو تر منځ چی په حافظه کی یی لرو سم ارتباط ندی برقرار کړی او دموضوع په معنی مو پوره ځان ندی پوه کړی.
بعضی نور لاملونه چی دحافظی په ضعف کی رول لری.
• دبعضی خلکو حافظه په فطری ډول ظعیفه وی.
• دبعضی مخدراتو استعمال لکه سیګریټ، شراب او نور.
• فکری تشویش او دفکری قوی د تمرکز نه شتون.
• ځان ته خپله ددی تلقین کول چی حافظه می ظعیفه ده.


ژباړه: عبدالواحد "حقمل

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery